Thursday May 28, 2009
دپاکستان په بر دیرکې نهه تنه طالبان ووژل شول2009-05-28 09:21
وخت خبري اژانس
ملاکنډ ايجنسۍ
دغبرگولې اوومه
نن سهار پاکستاني ځواکونو د لوړ دير په سيمه کې د وسلوالو طالبانو په يو شمېر پټنځايونو باندې هوايي بريدونه کړې چې ، له امله نهه تنه وسلوال طالبان مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شول .
له سيمې څخه يو تن پوليس خورشيد محمود وخت خبري اژانس ته د ټیلفون پر ليکه وويل : ((نن سهار د پاکستان هوايي او ځمکنيو ځواکونو په دارمال ، ميدان ، زمينداره ، بادام ، او ټبکو سيمو کې د وسلوالو طالبانو ګڼ شمېر پټنځايونه په نښه کړي دي چې له امله يې تر دا مهاله پورې نهه تنه وسلوال طالبان مړه او ګڼ شمېر نور ټپيان شوي دي )).
محمود وويل چې په وژل شويو وسلوالو کې د طالبانو يو تن مهم قومندان او درې بهرني ترهګر هم شامل دي .
ده د بهرنيو ترهګرو اصلي هېوادونه په ګوته نه کړل .
په سيمه کې يو تن د پوليسو افسر رب نواز هم له وخت خبري اژانس سره د خبرو پر مهال د دغو پیښو دپخلې ترڅنگ وویل چې په يادو شويو سيمو کې اوس هم د وسلوالو طالبانو پر ضد پراخ عليات روان دي .
دده په خبره دغه عمليات به تر هغه وخته پورې دوام ومومي تر څو سیمه په بشپړه توگه له وسلوالو طالبانوڅخه پاکه شوي نه وي .
تر دا مهاله پورې وسلوالو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
د يادوونې وړ ده چې وړمه ورځ د وسلوالو طالبانو يو تن وياند حاجي مسلم خان له وخت خبري اژانس سره په خبرو کې تور لګولى و چې ، پاکستاني ځواکونه د جګړې پر مهال د عامو وګړیو کورونه لوټي.
جان اغا سعيد ، په پاکستان کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ : طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 56
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 2009-05-28 17:16دربامیان دها کارمندن دولتی مهارتهای جدید آموختند 2009-05-28 17:13قوماندان ایساف گفته های والی بلخ را در نمود 2009-05-28 17:11په لغمان کې دبیارغاونې ۱۷ پروژې بشپړي شوي 2009-05-28 16:29یوناما وحقوق بشرنقش رسانه را درانتخابات مهم خواندند 2009-05-28 16:27دربدخشان۲۱۶ هكتار زمین ازکشت کوکنارپاکسازی گردید 2009-05-28 16:11دپکتیا په گرده څیړۍ ولسوالۍ کې د ناټو پر ځواکونو برید وشو 2009-05-28 14:55داروزگان په نښتو کې ۱۵ طالبان ووژل شول امریکا بیش از۴ میلیون دالر به وزارت مبارزه بامواد مخدر کمک نمود2009-05-28 14:50 2009-05-28 13:47سمیناریک روزه بخاطر محو مرض سرخی گندم دایرگردید 2009-05-28 11:25پاکستان؛دطالبانو۲۱تنو مشرانو دنیولو لپاره انعام وټاکه