Wednesday May 6, 2009
2009-05-06 14:22:16دخوست چاودنو یو قومي مشر ټپي او څو موټر زیانمن کړل وخت خبري آژانس
دخوست ښار
دغوايي ۱۶مه
دخوست ښار او ټنيو ولسوالۍ ترمنځ لويې لارې په اوږډو كې د پوليسو په يوه رېنجر موټر پسې شوې بمي چاودنې يو قومي مشر ټپي كړى او د رېنجر په ګډون يې درې موټر زيامن كړي دي.
د تڼيو ولسوالۍ سرپرست نادرشاه وايي چې ټپي شوى قومي مشر خوست ښار ته د يوې غونډې لپاره روان ؤ
نوموړی زیاتوې چې ،د پولیسو پر رېنجر ډوله موټر سربېره دوه ملکي موټر چې ،له سیمي تیریدل هم زیانمن شوي دي .
ځايي چارواكي وايي، چې چاودنه د ريموټ په وسيله شوې خو تراوسه يې په تور څوك نه دي نيولي.
بل خوا نن دخوست ولایت په باک ولسوالې کې په خوست میشت بهرنیو ځواکونو باندې برید ترسره شو .
په خوست كې د بهرنيو ځواكونو يوه سرچينې وخت خبري آژانس ته دپیښي دتایید ترڅنگ ویلي دي، چې په نوموړې سيمه كې يې په موټر پسې چاودنه شوې، خو سرتيرو ته يې زيان نه دى رسيدلى.
وسله وال طالبان وايي چې د خوست په باك ولسوالۍ كې يې د بهرنيو ځواكونو يو پوځي موټر په ماين الوځولى او په کې ناستپنځه سرتيرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.
د يوه بل خبر له مخې طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې د خوست صبريو پر ولسوالۍ يې له شلو زيات توغندي ويشتي او نامعلوم شمېر سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې.
د سيمې ولسوال دولت خان قيومي وايي چې تېره شپه يې پر ولسوالۍ شپږ توغندي توغول شوي، خو د ده په وينا د ولسوالۍ له ودانۍ ليرې لويدلي او دوى ته زيان نه دى رسولى.
قيومي دا هم وايي، چې نن سهار د همدې صبريو ولسوالۍ ديعقوبيو په سيمه كې په يو موټرسايكل باندې سپور کس د خپل ورسره بم د چاودنې له امله ټپي شوى .
نوموړی زیاتوې چې اوس دوی دهغه د نېولو هڅې پيل كړې دي.
تر اوسه په دې اړه نه وسله والو طالبانو او نه هم د سيمې خلكو څه ويلي دي.
الهام خوستی، په خوست کې دوخت مسوول او خبریال
ایډیټ: طیب
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 55
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : په لاهور كې درنه چاودنه، په لسگونو مړه او ټپيان دي2009-05-27 10:26 2009-05-26 17:26د بيت الله مسود د ملګري په ګډون لس تنه وونيول شول وزارت داخله: انفجارماین ۷زخمی برجا گذاشت2009-05-26 18:43 درپروان مقدارمهمات کشف وبه دایاک تسلیم داده شد2009-05-26 18:37 در بغلان مسابقات انتخاباتی پرورش اندام به پایان رسید2009-05-26 18:30 مسابقات انتخاباتی پینگ پانگ رسانه کشور در کابل آغاز گرید2009-05-26 17:33:41 2009-05-26 12:08مسلم خان:پاکستاني سرتېرې دخلکو کورونه لوټي فاطمی:برخی رویدادهاچالشهای رادرامحای پولیوبارآورده2009-05-25 18:42:54 فاطمی: درکنفرانس واشنگتن به صحت عامه کشور وعده کمک شد2009-05-25 18:33:55 2009-05-25 15:26کندهار کې دملي امنیت یو کارکونکی په ډزو وویشتل شو