په هلمند كې؛۴تنه دنشيې توكيو سره ونيول شول وخت خبري اژانس
لشكرگاه- هلمند
دسلواغې ۱۰مه
دهلمنددامنيه قوماندانى دنشيي توكيوپه وړاندې دمبارزې مديرسمونمل عبدالقادر دپنج شنبې په ورځ خبريالانو ته وويل،چې يوتن يې ۲۳كيلو گرامه اوبلنو ترياكو او يوميل كلا شينكوف سره نيولى دى.
دښاغلي قادر په وينا دغه كس حاجي خان گل نوميږي چې په مختار پنډغالي كې ددوه سوه كډوالو كورنيو مشري پرغاړه لري.
دهغه په وينا درى تنه نور يې دچهارشنبې په ورځ په گرشك ولسوالى كې په داسې حال كې نيولي دي چې پرنشه يې توكيو اخته كسانو باندې هيرويين اونورو نشيي توكي پلورل.
هلمند امنيتى چارواكيو په وينا له دغو كسانو سره يې درى سوه گرامه او پنځه سوه گرامه دپخو چرسو پوړى نيولې دي.
داپه داسې حال كې ده چې په هلمندكې كتونكي په دې انددي چې په دې وروستيوكې په دې ولايت كې دنيشي توكوپه وړاندې مبارزه پخوا په پرتله تونده شوې او په دې لړكې زياته اندازه نيشي توكي نيول شوي اوله منځه وړل شوي اوددې ترڅنگ داوبلنوترياكوپه بيوكې هم ټيټوالى راغلى دى.
دلښكرگاه ښاريوتن اوسيدونكي استادعبدالودود وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل ښايي ددې توكيوپه مخنيوي كې يوكوټلى گام داوي چې له هيواد سره په گډه پوله ددې توكو دليږدپه بندولوكې كلك گامونه اخيستل شوي.
دهغه په وينا اوس سوداگر دپخواپه شان نه شي كولاى په لوړه كچه نيشي توكي وباسي نوكيداى شي له همدې امله ددې توكيوپه بيوكې كموالى راغلي وى.
ديادونې وړده چې تردې وړاندې هم په دې ولايت كې په سلگونه كيلوگرامه نشيي توكي له دريو تنو تورنو سره نيول شوي وو.
خبريال: احساس، په هلمند كې دوخت خبريال
اديټ: طيب