په كويټه كې؛نن ټوله ورځ پركاربنديزلگېدلى وو2009-01-27 16:53وخت خبري اژانس
كويټه- پاكستان
دسلواغې ۸مه
تېره ورځ دبلوچستان ايالت د مركز كويټې په جناح سړك باندې نامالومو موټرسايكل سپرو وسلوالو دهزاره ډموكراټيك گوند مشرحسين علي يوسفي په ډزو وواژه چې له امله يې نن په ټوله كويټه كې پركارونو بنديز لگيدلى وو.
دغه بنديز پرون هغه مهال پيل شو چې دهزاره مشر پلويانو په زوره گڼ شمير دوكانونه په زوره بند كړل او په ډزو كې يې څو ټنه ټپيان كړل.
قهرجنو هزاره گانو په خپلو ډزو كې له پرون راهيسې دپوليسو د يو تن افسر په ګډون اتلس تنه ټپيان كړل او د يو بانك په سوځولو سربېره يې پېنځه دولتي او غيردولتي موټر هم وسوځول.
پرون مازديگرقهرجنو مظاهره چيانو دپوليسو سره داخو ډب وروسته روغتون ته مخه كړه چې هلته يې هم دروغتون ښېښې ماتولو ترڅنگ دډاكټرانو په وهلو ډبولو هم لاس پورې كړ.
دكويټې په ملكي روغتون كې دهزاره قبيلې يو تن مشر عبدالخالق هزاره په كويټه كې دوخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: ((خامخا به پوليس موږ ته ددوى د مشر وژونكي سپاري اونن به دكويټې ښار دټولې ورځې د پاره تړلى وي.))
دغه رازپه كويټه كې دپوليسو يو تن مشر وزير خان ناصر وخت خبري اژانس ته وويل چې تر دا مهاله يې دپېښې سره دتړاو لرلو په تورپنځه ويشت تنه نيولي دي.
ده وويل دكويټې ښار واك يې ټول دپاكستان ملېشه ځواكونو ته سپارلى دى څو امنيت ټينګ كړي.
ديادونې وړده چې په پاكستان كې مذهبي شخړې ووژنې يوه تازه پېښه نه ده له دې پخواهم په گڼو پېښو كې دشعيه او سني مسلمانو مهم مشران اوغړي وژل شوي دي.
خبريال: جان اغا سعيد، په كويټه كې دوخت خبريال
اډيټ : طيب