Thursday December 25, 2008
گرمسيرکې؛۳پوليس دماین په چاودنه کې ووژل شول2008-12-25 08:55 وخت خبری اژانس
لشکرگاه-هلمند
دمرغومی 5مه
دهلمندپه گرمسيرولسوالى كې دماين په چاودنه كې درى تنه سرحدي پوليس ووژل شول اودوه تنه ټپيان شوي دي.
په هلمندكې دسرحدي پوليسوقوماندان ډگروال الله نورخان نن سهار وخت خبري آژانس ته وويل چې چاودنه دچهارشنبې په ورځ ديادې شوې ولسوالى دهزارجوت په سيمه كې دسرحدي پوليسو په رنجررامنځ ته شوې ده.
دنوموړي په وينا دپوليسو رنجرموټرپه ريموټ كنټرول ماين په وسيله اولوزول شوى، چې په پايله كې يې درى تنه سرحدي پوليس وژل شوي اودوه تنه يې ټپيان شوي دي.
دهغه په وينا په سيمه كې نښته هم شوې خوكومه مرگ ژوبله يې نه ده اړولې.
له سيمې څخه ځايي اوسيدونكي هم دماين چاودنې اوجگړې پخلى كوي.
دنورمحمدپه نامه يوتن دتيلفون په ليكه وخت خبري اژانس ته وويل چې له چاودنې وروسته دپوليسو بهرنيو ځواكونو، اووسلوالو طالبانوترمنځ نښته هم رامنځ ته شوې چې شاوخوا يوساعت يې دوام درلود،دده په ويناچې په دې چاودنه كې دسرحدي پوليسو يورنجرموټرپه بشپړه توگه له منځه تللى دى.
ددې پيښې په اړه لاتردې مهاله وسلوالو طالبانوڅه نه دي ويلي.
ديادونې وړده چې دهلمندپه بيلابيلو سيموكې دامهال دوسلوالو نښتوترڅنگ دماين چاودنې هم رامنځ ته كيږي چې پكې وخت ناوخته بهرنيو ځواكونوته هم مرگ ژوبله اوړي.
خبريال:احساس
اډيت: وخت
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 127
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 2009-05-07 14:57:27در فراه۴ غیر نظامی درتظاهرات زخمی شد 2009-05-07 14:53:35وزارت دفاع:۱۱ تن منسوبان اردوی ملی ازقید رهاگردیدند 2009-05-07 13:07:48په خوست کې دخصوصی شرکت یو موټر په ماین والوځول شو 2009-05-07 11:41:30خوست كې، ۹زره کورنیو باندې غنم ویشل کیږي 2009-05-07 11:14:51د مولانا صوفي محمد زوی ووژل شو 2009-05-06 17:10:52ولسی جرگه: دریک هفته فعالیت نیروهای خارجی قانونمند گردد 2009-05-06 17:53:28دربدخشان۶تن ازمسافرین دراثرسیلات هلاک شد 2009-05-06 16:50:23درکندز،کار۴۵ پروژه عام المنفعه افتتاح گردید 2009-05-06 16:45:39چهارمین ورکشاپ توسعه جنگل پسته راه اندازی شد 2009-05-06 16:39:15درگیری میان پولیس وطالبان کشته وزخمی برجاگذاشت