Wednesday December 24, 2008
خوست ښار كې ۶ باروړونكې لارۍ وسوځول شوې2008-12-24 16:41 وخت خبري اژانس
خوست
د مرغومي ۴ مه
دخوست ښار د لويو موټرونو په تم ځاى كې له دوه درنو چاودنو وروسته اورلګيدنه رامنځته شوه چې له امله يې ۶ لارۍ موټر وسوځيدل.
دخوست امنيه قوماندان ډګروال عبدالقيوم باقي زوى د پيښې پخلى كوي او وايي چې ددغه اورلګيدنې له امله چې تېر ماښام رامنځته شوه ۴ لارۍ موټر سوځيدلي دي.
باقي زوى د اورلګيدنې لامل د لاريو د چلوونكيو تېروتنه ښيي او وايي چې په اړه يې پلټنې روانې دي.
دى وايي چې د پيښې له امله چاته ځاني زيان نه دى اووښتى خو ګڼ شمير مالي تلفات يې رامنځته كړي دي.
بلخوا خيراالله چې ځان ديوې لارۍ موټر څښتن معرفي كوي وخت خبري آْژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې ددغه اورلګيدنې له امله خلكو ته شاوخوا لس مليونه كلدارې زيان اووښتى دى.
دده په خبره اورلګيدنه د موټرچلوونكو د تېروتنې له امله نه ده رامنځته شوې، بلكې د چاوديدونكيو توكو د چاودنې له امله باروړونكي موټر سوځيدلي دي.
نوموړى همدا راز وايي چې د پيښې د رامنځته كيدو اصلي لامل نه دي څرګند.
بلخوا ذبيح الله مجاهد چې ځان د وسله والو طالبانو يو تن وياند ښيي ادعا كړې چې دغه باروړونكي لارۍ موټر د دوى جنګياليو لخوا سوځول شويدي او لامل يې ائتلافي ځواكونو ته د خوراكي او لوژستيكي توكو ليږدول ښيي.
په همدې توګه مجاهد ادعا كړې چې په يوه بله پيښه كې يې نن د ناټو پوځيانو يو پوځي موټر د بم په مرسته له مينځه وړى او پكى سپاره سرتيري يې وژلي دي.
په جنوب لويديځ ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر د پيښې پخلى كوي خو وايي چې پدغه چاودنه كې د دوى سرتيرو ته كوم زيان نه دى اووښتى.
خبريال : الهام خوستى
اديت : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 124
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 2009-05-07 14:57:27در فراه۴ غیر نظامی درتظاهرات زخمی شد 2009-05-07 14:53:35وزارت دفاع:۱۱ تن منسوبان اردوی ملی ازقید رهاگردیدند 2009-05-07 13:07:48په خوست کې دخصوصی شرکت یو موټر په ماین والوځول شو 2009-05-07 11:41:30خوست كې، ۹زره کورنیو باندې غنم ویشل کیږي 2009-05-07 11:14:51د مولانا صوفي محمد زوی ووژل شو 2009-05-06 17:10:52ولسی جرگه: دریک هفته فعالیت نیروهای خارجی قانونمند گردد 2009-05-06 17:53:28دربدخشان۶تن ازمسافرین دراثرسیلات هلاک شد 2009-05-06 16:50:23درکندز،کار۴۵ پروژه عام المنفعه افتتاح گردید 2009-05-06 16:45:39چهارمین ورکشاپ توسعه جنگل پسته راه اندازی شد 2009-05-06 16:39:15درگیری میان پولیس وطالبان کشته وزخمی برجاگذاشت