Saturday December 6, 2008
د پېښور په چاودنه كې 107 تنه مړه او ټپيان دي 2008-12-06 13:41 وخت خبري اژانس
پاکستان پيښور
د ليندۍ 16 مه
د پېښور په قصه خواني بازار كې د شعيه ګانو د يوی امام بارګاه ته څیرمه تېره شپه د 7 بجو او 35 دقيقو په شاوخوا کې د موټر بم چاودنه وشوه چې له امله يې اوويشت تنه مړه او اتيا تنه نور ژوبل شول.
د عيني شاهدانو په خبره چاودنه دومره زوروره وه چې بېخي تر لېري پرتو سيمو يې اواز رسېدلى وو او د پېښې سيمې ته څېرمه ډېره ځمكه يې ولړزوله.
د پېښې په ځاى كې يو تن عيني شاهد سليم خان رسنيو ته د خبرو كولو پر مهال وويل: ((له چاودنې سمدستي وروسته د پېښې په ځاى كې اور هم ولګېد چې ډېر خلك د لګېدلي اور له امله هم وسوځېدل. ))
د سليم په خبره د چاودنې له امله د دېرشو تنو په شاوخوا كې موټرونه ، تر سلو زيات دوكانونه او ګڼ شمېر كورونه هم له مېنځه تللي دي.
تر دا مهاله د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې خو د پېښور د پوليسو يو تن مشر صفت خان رسنيو ته د خپلو څرګندونو پر مهال چاودنه د پاكستان د دښمنانو كار وباله.
د يو بل خبر له مخې تېره شپه په لس بجې او پېنځلس دقيقې د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه كې د امريكا څارګرو الوتكو په يوكور دوه توغندي توغولي دي چې له امله يې درې تنه مړه او دوه نور ټپيان شوی دي.
د سيمې د اوسېدونكيو په خبره توغندي تېره شپه د ميرعلي په قطيره كلي كې د كليم په نوم د سيمې د يو تن اوسېدونكي په كور توغول شوي دي .
تر دا مهاله څرګنده نه ده چې په بريد كې وژل شوي كسان د سيمې عام وګړي دي او كه د القاعده شبكې چارواكي .
خبریال : جان اغا سعيد
ادیتر : صدیقی
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 210
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : 2009-05-07 14:57:27در فراه۴ غیر نظامی درتظاهرات زخمی شد 2009-05-07 14:53:35وزارت دفاع:۱۱ تن منسوبان اردوی ملی ازقید رهاگردیدند 2009-05-07 13:07:48په خوست کې دخصوصی شرکت یو موټر په ماین والوځول شو 2009-05-07 11:41:30خوست كې، ۹زره کورنیو باندې غنم ویشل کیږي 2009-05-07 11:14:51د مولانا صوفي محمد زوی ووژل شو 2009-05-06 17:10:52ولسی جرگه: دریک هفته فعالیت نیروهای خارجی قانونمند گردد 2009-05-06 17:53:28دربدخشان۶تن ازمسافرین دراثرسیلات هلاک شد 2009-05-06 16:50:23درکندز،کار۴۵ پروژه عام المنفعه افتتاح گردید 2009-05-06 16:45:39چهارمین ورکشاپ توسعه جنگل پسته راه اندازی شد 2009-05-06 16:39:15درگیری میان پولیس وطالبان کشته وزخمی برجاگذاشت