Saturday November 22, 2008
په هلمندكې له يتيموماشومانو او ښونکو سره مرستې وشوې 2008-11-22 15:33 وخت خبري آژانس
هلمندولايت
لندۍ لمړى نيټه
په هلمند ولايت کې دسباوون د خپلواکي راديو دادارې لخو له شاوخوا ٦٥ ماشومانو او ١٠تنو ښوونکو باندى د پنځوس زره افغانيو په ارېښت دپوښاک او درملو مرستې وويشل شوې .
په دغه ولايت کې د سباوون راديو مسؤل ميرويس پاڅون وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي دغه مرستې چې ارېښت يې شاوخواپنځوس زره افغانى كيږي په هلمندكې دسباوون خپلواكې راديود ادارې له لوري هغو يتيموماشومانوسره وشوى چې دامهال په مركزي روزنتون كې ترروزنې لاندې دي.
نوموړي زياته کړه په دغو مرستو کې جامې ،بوټونه او يوه اندازه درمل هم شامل دي چې په٦٥ ماشومانو او لس تنه ښوونکوباندې وويشل شوې.
ميرويس پاڅون دمرستو دويشلو په مراسيمو کې پر نوروشتمنوهيوادوالوهم غږوكړچې د داډول مركزونوڅخه خپلې مرستې ونه سپموي اوماشومان چې دهيوادراتلونكې جوړوي له پامه ونه غورځول شي.
په هلمندكې ددې روزنتون مديرنيكمل وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې تردې مهاله له دوى سره دولتي او هم غيردولتي ادارومرسته نه ده كړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل :(( موږدومره امكانات نه لروچې دې ماشومانوته دژوندټولې آسانتياوې برابرې كړونوبايدپه دې برخه كې هره اداره اوشتمن هيواد وال مرسته وكړي ترڅوهغه ماشومان چې پلرونه اوميندې يې په تيروجگړوكې له لاسه وركړدي په ښه توگه وروزل شي.))
همدا رازيوتن زده كوونكي مطيع الله چې دامهال په همدې روزنتون كې ترروزنې لاندې دى وويل:(( له مونږ سره يوازې سباوون راديومرسته کړى زه ټولو مرسته کوونکو اداروڅخه غواړم چې له مونږ سره لازمې مرستې وکړي.))
ديادونې وړده چې څو ورځې وړاندې د ورته مرستو په شان دوه ځله دجامو،چپركټونواونورداړتياوړتوكومرستې دسباوون راديو د ادارې له لوري ترسره شوې چې ددې راديودمسولينوپه وينادهغه ټوليزلگښت هم شاوخوا۱۵۰زره افغانيوته رسيږي.
خبريال :رحمت الله احساس
ايډيټ : وخت خبري آژانس
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 102
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : کای آیدی نماینده خاص سازمان ملل متحدعازم ولایت بامیان گردید 2008-11-22 17:56 3 تن از مخالفین دولت در ولایت غزنی دستگیر گردیدند درکندهار شش پولیس محاکمه گردید 2008-11-22 17:25 وزیر خارجه دانمارک: اجازه نمیدهیم که افغانستان بار دیگر طالبانی شود ذ 2008-11-22 15:54 مظاهره کننده گان جاده کندز، تخار را مسدود کردند 2008-11-22 15:49 په هلمندكې له يتيموماشومانو او ښونکو سره مرستې وشوې 2008-11-22 15:33 چهار پوليس در ولايت هرات ربوده شد 2008-11-22 15:02 ولسوالی خنجان ولایت بغلان صاحب تعمیر جدید شد 2008-11-22 14:40 کشته شدن یک فرد ملکی در ولایت خوست 2008-11-22 14:13 7 پولیس ملی به څارنوالی تسلیم داده شد 2008-11-22 13:38