د خوست ولايت امنيتي چارواکي وايي چې ددغه ولايت د صبريو ولسوالۍ د موليو په سيمه کې دوه تنه زده کوونکي تيره ورځ ناوخته د ايتلافي ځواکونو د چورلکو لخوا په نښه او ووژل شول.
د خوست ولايت دپوهنې يو تن چارواکى سيدموسى مجروح دپيښې دپخلي ترڅنگ وخت خبري آژنس سيمه ييز خبريال ته ويلي چې تيره ورځ ناخته ائتلافي الوتکو دصبريو ولسوالۍ اړوند دموليو په سيمه کې دوه تنه زده کوونکي چې پرموټر سايکل سپاره ؤ په نښه يو تن زده کونکى ځاى پرځاى ووژل شو او بل تن ټپى شو.
د سيمه ييزو چارواکو په وينا دوهم تن زده کونکى چې د لمړني ښوونځي د څلورم ټولگي زده کوونکى له پيښې څخه روغ پاتى ؤ.
ددغه منبعې په حواله له پيښې وروسته دائتلافي پوځيانو چورلکه د دغه زده کوونکي کور ته څيرمه کيناسته او هغه يې له کوره دباندې را و يست او وې واژه.
نوموړي دا هم وويل چې ددغو زده کوونکو د وژلو لامل تردې دمه نه دى مالوم.
بلخوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ادعاکړې چې د خوست صبريو ولسوالۍ څخه د اربکيو يوتن مشر له تښتونې وروسته وژلى دى.
خو دصبريو ولسوال گل قاسم خان بيا د وسله والو طالبانو ادعا ردکړې او زياتوي چې تيره ورځ يو جسد د ډيورند کرښې پورې غاړې سيمه کې پيدا شوى دى.
دى وايي چې وژل شوى کس د سړک جوړونې د امنيتي ساتونکو مشر دى نه د اربکيو مشر.
دا په داسې حال کې چې دناټو ځواکونو هوايي چورلکو نن سهاردغور ولايت غورماچ ولسوالۍ کې هوايي عمليات کړي چې د ځايي چارواکو په وينا ولسي خلکو ته يې مرگ ژوبله اړولې ده.
اډيټر : صديقي