دلغمان ولايت مرکز مهترلام ښار څخه د نانک زيو کلي ترمنځ پر غزيدلي٣ کيلومتره سړک باندې د جغل اچونې کار نن پيل شو.
دلغمان ولايت د کليوپراختيا او بيارغونې رئيس جعفر جبارخيل وخت آژانس ته وويل:(( د دغه سړک د رغاونې مالي لگښت چې ٨٤ زره امريکايي ډالر کيږي د DAI) ) موسسې لخوا ورکول کيږي.))
دچارواکو په وينا د دغه پروژې لله لارې به هره ورځ دسيمې ٢٥ تنو اوسيدونکيو ته دکار اسانتياوې برابرې شي او شاوخوا ٦ زره کورنۍ به ددغه سړک له اسانتياو څخه برخمن شي.
چارواکي وايي چې ددغه سړک د جغل اچونې کاربه په راتلونکو درې مياشتو کې پاى ته ورسيږي.
دسيمې اوسيدونکي وايي چې د سړک په رغيدو به د کروندگرو په چارو کې څه اسانتيا راشي چې له امله يې د شاوخوا ١٤ هيکتاره کرهڼيزه ځمکو حاصلات په اسانۍ سره د نانک زيو له سيمې څخه ددغه ولايت مرکز مهترلام او نورو سيمو ته وليږدول شي.
دنانک زيو دکلي يو تن اوسيدونکى مامور غفار وايي دغه سړک پخوا ډير خراب او لوړې، ژورې يې لرلې د جغل په اچولو سره به دغه ستونزې ليرې او دخلکو په تګ راتګ کې به اسانتيا راشي.
ده هيله څرګنده کړه چې که دولت د دوى دسيمې سړک پوخ کړي نو نور به هم د خلکو په چارو کې اسانتيا راشي.
اډيټر _ صديقي