وخت خبري آژنس
خوست ولايت
لړم ١٦ مه
دخوست ولايت ځاځي ميدان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ايتلافي ځواکونو دوه تنه وسله والو مخالفينو سره د تړاو په تور د ځمکنيو عملياتو پر مهال وژلي دي.
پدغه ولايت کې دناټو ځواکونو د مطبوعاتي دفتر لخوا ويل شوي چې دغه عمليات د جلال الدين حقاني د پلويانو دله مينځه وړلو په موخه په لاره اچول شوي دي.
دسرچينې په وينا د حقاني ډلې پورې اړوند وژل شوي کسان د خوست په ولايت کې دبمي چاودنو ، ځانمرگي بريدونو او دناامنيو په بيلابيلو پيښوکې لاس درلود.
سرچينې همدا راز ويلي چې د بهرنيو سرتيرو لخوا دغه دوه تنه وسله وال مخالفين تر يوې لنډې وسله والې نښتې د سپکو وسلو په ډزو کې وژل شوي دي.
همدا سرچينه وايي چې پدغو نښتو کې بهرنيو سرتيرو ته کومه مرگ ژوبله نده اووښتې.
د بهرنيو ځواکونو دفتر وايي چې مونږ کوښښ کوو چې دمخالفينو د له منځه وړلو په موخه خپلو عملياتو ته دوام ورکړو.
دغه دفتر همدا راز ويلي چې دملکي کسانو دتلفاتو د مخنيوى په موخه له کره مالوماتو څخه کار اخيستل کيږي .
د غه دفتر داهم ويلي چې مونږ به دملي اردو او ملي پوليسو په تقويه کولو کې خپلې مرستې گړندۍ کړو تر څو افغان سرتيري وکولاى شي په سيمه کې دامنيت په ټينگښت او د مخالفينو په له مينځه وړلو کې برلاسي شي.
خبريال _خواجه بصير احمد فطري