Thursday November 6, 2008
غزني کې د دهکده په نوم سيمه ييزې راډيو په خپرونو پيل وکړ 2008-11-06 10:58 وخت خبري اژانس
غزني
د لړم ١٦ مه
د دهکده په نوم يوې خپلواکې او شخصي راډيو د غزني ولايت په ښار کې نن په رسمي ډول په خپلو خپرونو پيل وکړ.
د دهکده سيمه ييزه راډيو چې د اف ام په څپو خپرونې کوي خپلې امتحانى خپرونې يې څلور مياشتې وړاندې پيل کړې دي او نن ددغه ولايت د والي، دولتي چارواکو او ولايتي شورا د غړيو په حضور کې خپل اصلي نشرات پيل کړل.
د دهکده راډيو مسئول مرستيال ننګيالى الکوزي وخت خبري اژانس سيمه ييز خبريال ته پدې اړه وويل:((د دهکده راډيو چې دامهال ٣٦ بيلابيلې ښوونيزې، مالوماتي او ديني خپرونې لري د ٢٠ زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت فعاله شوې ده.))
د ده په خبره دغه راډيو شاوخوا ٢٩ کسه اداري ، تخنيکي او مسلکي پرسونل او ژورنالستان لري.
د دهکده راډيو چلوونکى او مسئول مدير فريداحمد روستايي وايي چې دغه راډيو د څو تنو افغان ځوانانو په شخصي لګښت د خلکو دغوښتنې له مخې په خپرونه پيل کړى دى.
ويل کيږي دغې راډيو وروسته له هغه داف ام په څپو پخپلو خپرونو پيل وکړ چې د غزني ولايت يو شمير اوسيدونکو او فرهنګپالو ددغه ولايت چارواکو ته دسيمه ييزو راډيو ګانو له خپرونو څخه سرټکولى ؤ او ويلي ؤ چې ددغه ولايت سيمه ييزو راډيوگانو له لارې يوازې سندرې، موسيقي او ټوکې ټکالې خپريږي.
اميرزاد چې ځان وخت خبريال ته د غزني ښار د لمړۍ ناحيې اوسيدونکى ورپيژني وايي چې په غزني کې څو بيلابيلې راډيوګانې خپرونې لري خو يوه يې هم د خلکو له کلتور ، عنعناتو او دود سره سمون نه لري، دده په خبره دغه راډيوګانې ټوله ورځ موسيقي خپروي، هيڅ ډول مالوماتي او په ځانګړي ډول ديني خپرونې نه لري.
دى وايي چې که د دهکده راډيو د خلکو د غوښتنو سره سم ديني ، مالوماتي او ښوونيزې خپرونې ولري نو دخلکو په زړونو کې به ځاى پيدا کړي.
د يادونې وړ ده چې دا په غزني ولايت کې څلورمه راډيو آزاده راډيو ده چې داف ام په څپو خپرونې کوي ، لدې وړاندې درې نورو خپلواکو راډيوګانو پدغه ولايت کې نشرات درلودل.
خبريال : عليزاده
اډيټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 193
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دربامیان؛ازشليک٣ فيرراکت جلوگيرى به عمل آمد2008-11-06 14:36 ائتلافي ځواکونو دوه وسله وال مخالفين ووژل2008-11-06 12:34 دهلمند پرکروندګرو ٣٦٠ ټنه اصلاح شوي غنم وويشل شول 2008-11-06 11:28 غزني کې د دهکده په نوم سيمه ييزې راډيو په خپرونو پيل وکړ 2008-11-06 10:58 عاجل خبر :د سيداباد ليسې ودانۍ ته مخامخ ځانمرګى بريد وشو 2008-11-06 10:18 حزب جمهورى خواهان نهمين سالگرد خود را تجليل کرد 2008-11-06 10:10 ١٤،٥ كيلوگرام هيروئين كشف و ضبط گرديد 2008-11-05 17:36 يو تن له دوه انتحارى واسکټو سره ونيول شو 2008-11-05 13:42 ائتلاف:پنج تن از مخالفين در هلمند کشته شد 2008-11-05 13:17 يک افغان يکتن امريکايي را به آتش کشيد 2008-11-05 13:09