Wednesday November 5, 2008
يو تن له دوه انتحارى واسکټو سره ونيول شو 2008-11-05 13:42
وخت خبري آژانس
کابل – کورنيو چارو وزارت
د لړم ١٥ مه
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې مطبوعاتي اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دننګرهار ولايت تورخم بندري ښارګوټي کې يو تن له دوه انتحاري واسکټو سره نيولى دى.
په خبرپاڼه کې راغلى چې پوليسو تېره ورځ له چاوديدونکيو موادو ډکې دوه په انتحارى بريدونو کې کاريدونکې واسکټې چې د ميوې په يوه کريټ کې ځاى پر ځاى شوې وې او افغانستان ته ليږدول کيدې نيولې دي.
خبر پاڼه زياتوي چې د پيښې په تړاو يې يو تن چې دغه واسکټې يې په خپله کراچۍ کې ليږدولې نيولى دى.
دا چې نيول شوى کس په پيښه کې لاس لري که نه لا څرګنده نه ده خو په خبر پاڼه کې راغلي چې د پيښې په اړه لا زيات تحقيقات روان دي.
په خبرپاڼه کې د کورنيو چارو وزارت دوياند له خولې ويل شوي دي چې پوليس په هرډول شرايط کې دې ته آماده دي چې د دښمن هر ډول دسيسې شنډې کړي.
خبريال : خواجه بصیر احمد فطری
اديت : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 197
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دربامیان؛ازشليک٣ فيرراکت جلوگيرى به عمل آمد2008-11-06 14:36 ائتلافي ځواکونو دوه وسله وال مخالفين ووژل2008-11-06 12:34 دهلمند پرکروندګرو ٣٦٠ ټنه اصلاح شوي غنم وويشل شول 2008-11-06 11:28 غزني کې د دهکده په نوم سيمه ييزې راډيو په خپرونو پيل وکړ 2008-11-06 10:58 عاجل خبر :د سيداباد ليسې ودانۍ ته مخامخ ځانمرګى بريد وشو 2008-11-06 10:18 حزب جمهورى خواهان نهمين سالگرد خود را تجليل کرد 2008-11-06 10:10 ١٤،٥ كيلوگرام هيروئين كشف و ضبط گرديد 2008-11-05 17:36 يو تن له دوه انتحارى واسکټو سره ونيول شو 2008-11-05 13:42 ائتلاف:پنج تن از مخالفين در هلمند کشته شد 2008-11-05 13:17 يک افغان يکتن امريکايي را به آتش کشيد 2008-11-05 13:09