سایت خبری وخت
Sunday November 2, 2008

په هلمندكې داهل هنودو لپاره ښونځى پرانستل شو 2008-11-02 13:27
وخت خبرى آژانس
هلمند ولايت
لړم ١٢مه
 
په هلمند کي دهندوانو لپاره يو ښونځى دهغوى عبادت ځاى ته نږدې په يو كور كې پرانيستل شوى دى.
ددغه ښوونځى په اړه دهلمند دپو هني رياست   مرستيال سيف الملوك نوري وخت خبريال ته په سيمه کى وويل چې داد هندوانو غوښنه وه چې په هلمند كې ورته   يو ځانګړى ښونځى پرانستل شي.
  نوري وايي چې دوى دپوهنې وزارت ته وړانديز كړى ؤ چې اهل  هنودو ته يوځانګړى ښوونځى پرانيزي چې داغوښتنه يې پوره شوه.
نوموړى   وايي چې اوس مهال اتيا تنه  زده كوونكي په دې ښونځي كې په شپږوخونوكې په زده كړه بوخت دي.    
دده په وينا دغه شاګردانوته به په پښتو ژبه درس وركول كيږي .
دهلمنددوالي مرستيال حاجي عبدالستار ميرزكوال ددغه ښوونځى په اړه وخت خبريال ته وويل چې داهل هنودو داولادونو دښه تر بيت په خاطر دا ښوونځى له ډيره وخته په پام كې نيول شوى ؤ چې دادي په دې كار باندې بريالي شوو .
ميرزكوال وويل چې دامهال په ولسواليو كې هم ښونځي ورځ تر بلې دزده كوونكو پر مخ پرانيستل كيږي  چې دامهال په ګرمسير ولسوالى كې څلور ښونځي پرانيستل شوي دي.
 
  دهندوانو يو تن وكيل باك سينګ بيا وخت خبريال ته وويل : ((۴۳كاله كيږ ي چې په هلمندكې ميشت يم او ډيرې هلې ځلې مو كړې دي چې زموږ دماشومانو دزده كړې لپاره ځانگړى ښوونځى پرانستل شي چې دادي اوس مهال دوالي محمد ګلاب منګل په هلو ځلو دا كار وشو.))
يو تن زده كوونكي سورينګ درسينګ وويل ډير خوشحاله دى   چې ورته په كلي كې نږدې ښوونځى جوړه شوه   مخكې يې په ښار كې درس وايه.  
ديادونې وړده چې  په هلمندكې دامهال د۲۲۷ ښونځيو څخه يوازې د۵۹ په شاخوا كې ښوونځي فعاله دي چې زده كوونكي پكې په زده كړه بوخت دي. 
خبريال: احساس

ايديت: وخت خبرى آژانس




پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/007227.php