Sunday October 5, 2008
لغمان کې دکولرا ناروغۍ د ٥ تنو ژوند واخيست 2008-10-05 12:41 وخت خبري آژانس
لغمان
دتلې ١٥ نيټه
د لغمان ولايت دولت شاه ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کولرا د ناروغۍ د خپريدو له امله ٥ تنه مړه شوي او ٧٥ تنه نورد دغه ولايت د عامې روغتيا په روغتون کې د درملنې لپاره بستري شوي دي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رئيس عبدالطيف قيومي وخت خبري آژانس ته ويلي چې د دولت شاه ولسوالۍ د پراژغان کيل په دره کې دکولرا ناروغۍ خپره شوې چې تردې مهاله ددغې سيمې ٧٥ تنه ناروغان د عامې روغتيا په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
دى وايي چې تر دې دمه ددغه ناروغې له امله ٥ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
قيومي وايي چې نوموړې سيمې ته يې د ډاکترانو يوه ډله ليږلې ترڅومالومه کړي چې خپره شوې ناروغۍ کولرا ده او که کومه بله ناروغۍ .
دده په خبره تراوسه ددغې خپرې شوې ناروغۍ څرنگوالۍ لا نه دى مالوم.
د رحم خدا په نامه يوتن چې ميرمن يې د لغمان ولايت دعامې روغتيا په روغتون کې بستري ده د وخت خبري آژانس خبريال ته وويل :((له دغه روغتون څخه د پنځو کسانو مړي تر اوسه وتلي چې په دې کې درې زنانه ،يوسپين ږيرى او يوماشوم شامل وه.))
دلغمان ولايتي شورا يوتن غړى قاري روح الله فياض وويل:((مونږ ددغې ساري ناروغۍ د مخنيوي په اړه له مربوطه چارواکو سره خبرې کړيدي ترڅو هغه سيمه چې دغه ناروغۍ پکې خپره شوې له خطر څخه وژغورل شي.))
بلخوا د ننگرهار په مرکز او په لرو پرتو سيموکې هم د ورته ناروغۍ دخپريدو خبر ترلاسه شوى دى.
دننگرهار د عامې روغتيا رئيس ډاکتراجمل پرديس وايي چې د جلال اباد ښاد په مرکز او په ساحوي کلينيکونوکې تر ٥٠ پورې کسان دنس ناستي په ناروغۍ اخته شوي خو تردرملنې وروسته روغ رمټ ستانه شوي دي.
نوموړي د دغه ناروغۍ دپيداکيد لامل د غيرصحي اوبو او داخترپه شپو ورځوکې د ډول ډول او ګډ وډو خوړو له کبله او د خلکو بي احتياطي وښودله.
ديادونې وړده چې تيره ورځ په بغلان ولايت کې هم دکولرا ناروغي دخپريدو خبر ترلاسه شوى ؤ چې دمرکزي بغلان روغتون رئيس ډاکتر خليل نرم گوي په وينا دوه تنه ماشومان دغې ناروغى وژلي او لس تنه نور په روغتون کې تر درملنې لاندې دي.
خبريال _طاهر خان ساپى
ايډيټ _صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 114
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دربامیان؛ازشليک٣ فيرراکت جلوگيرى به عمل آمد2008-11-06 14:36 په لغمان کې د٣ کيلومتره سړک رغاول پيل شول2008-11-06 13:46 ائتلافي ځواکونو دوه وسله وال مخالفين ووژل2008-11-06 12:34 نيروهاى ائيتلاف؛راجع به بمباردمان اخيرتحقيقات مى نمايند2008-11-06 11:41 دهلمند پرکروندګرو ٣٦٠ ټنه اصلاح شوي غنم وويشل شول 2008-11-06 11:28 غزني کې د دهکده په نوم سيمه ييزې راډيو په خپرونو پيل وکړ 2008-11-06 10:58 عاجل خبر :د سيداباد ليسې ودانۍ ته مخامخ ځانمرګى بريد وشو 2008-11-06 10:18 حزب جمهورى خواهان نهمين سالگرد خود را تجليل کرد 2008-11-06 10:10 ١٤،٥ كيلوگرام هيروئين كشف و ضبط گرديد 2008-11-05 17:36 يو تن له دوه انتحارى واسکټو سره ونيول شو 2008-11-05 13:42