هلمندكې اته تنه وسلوال طالبان ووژل شول 2008-10-05 02:20وخت خبري اژانس
هلمند – نادعلي
د تلې ١٤ مه
دهلمند ولايت امنيتي چارواکو ويلي چې ددغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې دملي اردو په عملياتوكې د دولت اته تنه وسلوال مخالفين وژل شوي اوڅلورتنه نور يې ټپيان شوي دي.
دغه مطلب دهلمندپه ولايت كې دملي اردو د دريېمې لوا دنهم كنډك قوماندان عبدالودود نجرابي نن د وخت خبري آژانس خبريال ته څرګند کړى دى.
نجرابي وويل:((عمليات دشنبې په ورځ ددې ولسوالۍ په لوى باغ كلي كې ترسره شول چې ددولت مخالفينو ته پکې مرگ ژوبله واوښته.))
دنجرابي په وينا په دې عملياتوكې يوه اندازه وسلې اومهمات هم دملي اردو سرتيرو لاس ته ورغلي دي.
نجرابي دا هم وويل چې ددوى سرتيرو ته پدغو عملياتو کې كوم زيان نه دى اووښتى.
بلخوا لاتردې مهاله وسله والوطالبانوڅه نه دي ويلي.
خبريال : احساس
اديټ : صديقي