Sunday October 5, 2008
هلمندكې اته تنه وسلوال طالبان ووژل شول 2008-10-05 02:20 وخت خبري اژانس
هلمند – نادعلي
د تلې ١٤ مه
دهلمند ولايت امنيتي چارواکو ويلي چې ددغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ كې دملي اردو په عملياتوكې د دولت اته تنه وسلوال مخالفين وژل شوي اوڅلورتنه نور يې ټپيان شوي دي.
دغه مطلب دهلمندپه ولايت كې دملي اردو د دريېمې لوا دنهم كنډك قوماندان عبدالودود نجرابي نن د وخت خبري آژانس خبريال ته څرګند کړى دى.
نجرابي وويل:((عمليات دشنبې په ورځ ددې ولسوالۍ په لوى باغ كلي كې ترسره شول چې ددولت مخالفينو ته پکې مرگ ژوبله واوښته.))
دنجرابي په وينا په دې عملياتوكې يوه اندازه وسلې اومهمات هم دملي اردو سرتيرو لاس ته ورغلي دي.
نجرابي دا هم وويل چې ددوى سرتيرو ته پدغو عملياتو کې كوم زيان نه دى اووښتى.
بلخوا لاتردې مهاله وسله والوطالبانوڅه نه دي ويلي.
خبريال : احساس
اديټ : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 108
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دربامیان؛ازشليک٣ فيرراکت جلوگيرى به عمل آمد2008-11-06 14:36 په لغمان کې د٣ کيلومتره سړک رغاول پيل شول2008-11-06 13:46 ائتلافي ځواکونو دوه وسله وال مخالفين ووژل2008-11-06 12:34 نيروهاى ائيتلاف؛راجع به بمباردمان اخيرتحقيقات مى نمايند2008-11-06 11:41 دهلمند پرکروندګرو ٣٦٠ ټنه اصلاح شوي غنم وويشل شول 2008-11-06 11:28 غزني کې د دهکده په نوم سيمه ييزې راډيو په خپرونو پيل وکړ 2008-11-06 10:58 عاجل خبر :د سيداباد ليسې ودانۍ ته مخامخ ځانمرګى بريد وشو 2008-11-06 10:18 حزب جمهورى خواهان نهمين سالگرد خود را تجليل کرد 2008-11-06 10:10 ١٤،٥ كيلوگرام هيروئين كشف و ضبط گرديد 2008-11-05 17:36 يو تن له دوه انتحارى واسکټو سره ونيول شو 2008-11-05 13:42