Wednesday September 17, 2008
١٢ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي 2008-09-17 13:27 وخت خبري اژانس
هلمند لښکرګاه
د وږي ٢٧ مه
دهلمند ولايت نادعلي ولسوالۍ كې دايتلافي ځواكونو په ملتيا د ملي اردواو وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې دځايي چارواکو په وينا دولس تنه وسله وال طالبان يې وژلي دي.
دهلمندولايت امنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاد نن چهارشنبه په يوه خبري ناسته کې د وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل:((نښته تېره شپه ناوخته دملي اردو او ايتلافي ځواكونو په ملتيا د وسله والو طالبانو سره رامنځته شوه چې په پايله كې يې دولس تنه مخالفين په قتل ورسيدل.))
دامنيه قوماندان په ويناچې ددې ولسوالۍ په لوى باغ سيمه كې دپوليسواوطالبانوترمنځ هم نښته شوې چې مخالف لوري ته مرگ ژوبله اوښتې خوپوليسوته كوم زيان نه دى رسيدلى.
نوموړي همدارازومنله چې تيره ورځ دهلمند ولايت گرشك ولسوالۍ په مربوطاتوكې دوه ټانكرونه ددولت دمخالفينوله لوري سوځول شوي دي.
بل پلو قاري يوسف احمدي چې ځان د وسله والوطالبانو وياند معرفي کوي د ياد شوې نښتې پخلى کړى او وايي چې دنادعلي ولسوالۍ کې دجګړې له امله د برتانوي ځواكونو يو ټانګ د ريموټ كنټرول ماين په مرسته الوزولى چې پکې سپاره پنځه بهرني سرتيري يې وژلي دي .
طالب وياند دا هم وويل چې د ګرشك ولسوالۍ كې يې ٧ پوليس سرتيري وژلي او درې ټانكرونه يې سوزولي دي چې يو يي روغ رمټ له ځانه سره وړى دى.
خو دطالبانو دغه ادعا تر اوسه د کومې دولتي او بيطرفه سرچينې لخوا تاييد شوې نه ده.
خبريال : احساس
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 155
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دربامیان؛ازشليک٣ فيرراکت جلوگيرى به عمل آمد2008-11-06 14:36 په لغمان کې د٣ کيلومتره سړک رغاول پيل شول2008-11-06 13:46 ائتلافي ځواکونو دوه وسله وال مخالفين ووژل2008-11-06 12:34 نيروهاى ائيتلاف؛راجع به بمباردمان اخيرتحقيقات مى نمايند2008-11-06 11:41 دهلمند پرکروندګرو ٣٦٠ ټنه اصلاح شوي غنم وويشل شول 2008-11-06 11:28 غزني کې د دهکده په نوم سيمه ييزې راډيو په خپرونو پيل وکړ 2008-11-06 10:58 عاجل خبر :د سيداباد ليسې ودانۍ ته مخامخ ځانمرګى بريد وشو 2008-11-06 10:18 حزب جمهورى خواهان نهمين سالگرد خود را تجليل کرد 2008-11-06 10:10 ١٤،٥ كيلوگرام هيروئين كشف و ضبط گرديد 2008-11-05 17:36 يو تن له دوه انتحارى واسکټو سره ونيول شو 2008-11-05 13:42