کندهار ولايت کې داداري اصلاحاتو د ادارې لخوا دښه مديريت ترنامه لاندې چې کوم ورکشاپ د ملګرو ملتو انکشافي ادارې په مالي مرسته ددغه ولايت ولسوالانو لپاره داداري ظرفيتونو دلوړيدو په موخه تېره ورځ په لاره اچول شوی و نن پای ته ورسيد.
دملي حاکميت دپروګرام مشاورانجنير شيرمحمد ، پدې اړوند وويل:((دغه ورکشاپ چې دملګرو ملتو انکشافي ادارې لخوا ددوه ورځو لپاره د اداري ظرفيتونو دلوړولو په موخه په لاره اچول شوی نن پای ته ورسيد.))
د ده په خبره دامهال يوازې دکندهارولايت اړوند ولسواليو ولسوالانوپکې برخه اخيستې ده چې په راتلونکي کې به دغه لړۍ دنورو ولايتونو ولسواليو ته هم وغزيږي.
د ورکشاپ پرانستونکې غونډه کې دکندهار والي رحمت الله رؤفي ، د والي مرستيال دسکتوري ادارو رئيسانو او ولسوالانو هم برخه اخيستې وه.
دملي حاکميت دپروګرام مشاورانجنيرشيرمحمد ددغه راز ورکشاپونو جوړيدل وستايل اوهيله يې څرګنده کړه چې دې ته ورته نور ورکشاپونه هم بايد دکندهارپه ولايت کې جوړشي .
ديادونې وړده تېره ورځ د جنوب لويديځ زون مرکز کندهار ولايت ته دکابينې اووه تنه وزيران ورغلي ؤ چې په ترڅ کې يې د کليوپراختيا او بيارغاونې وزير احسان ضيا دارزگان او کندهارپه ولايتونو کې دبيارغونې د ٣٦ پروژو دپيليدو قرار دادونه له خصوصي شرکتونو سره تيره ورځ لاس ليک کړل.