ننګرهارولايت بټي کوټ ولسوالى دچاردي په کلي کې تيره شپه دناټوځواکونولخوا ترسره شويو عملياتو په پايله کې ١٢تنه ولسي خلک له ځان سره بيولي دي .
دننګرهارولايتي شوراغړى الاداد دپيښې په اړه وخت خبري آژانس سيمه خبريال ته دتلفون په کرښه ويلي چې دناټوقواو د ١٢ بجوپه شاوخواکې بټي کوټ ولسوالى دچاردي په کلي کې عمليات ترسره کړل او دولس تنه بي ګنا ولسي خلک يې له ځان سره وړي دي .
نوموړى وايي چې دتيره شپه ناوخته بهرنيو ځواکونه دچاردي په کلي کې تلاشي شروع کړه او دخلکو دکورنو دروازې په بمونو والوزولې او ورسته کورونوته ورننوتل .
دولايتي شوراغړى زياتوي چې په دغوسيمو کې د دولت مخالفين نشته او وړل شوي ټول کسان دسيمې بزګران ،ښونکي او عام خلک دي .
دشاهدالله په نامه تن چې دبټي کوټ ولسوالى دچاردي کلي اوسيدونکى دى ،دناټوځواکونو لخوا دترسره شويو عملياتو په اړه وخت خبري اژانس سيمه ئيز خبريال ته ويلي چې تيره شپه ناوخته بهرنيوقواو دچاردي کلى محاصره کړ او وروسته بهرني سرتيري کلي ته ورننوتل او دګن شميرکورونو دروازې په بمونو والوزولې .
نوموړى وخت ته وويل :(( بهرني سرتيري کورونو ته په ننوتوسره په دغه کلي دماشومانو اوښځو دژړا اوزانونه مې ترغوږشول او دشپې ترناوخت دچاردي په کلي کورپه کور تلاشى روانې وي .))
دده په خبره بهرنيو قواو ١٤تنه عام خلک له ځان سره بيولي دي چې دبهرنيو ځواکونو د داسې عمل په ترسره کولو سره په سيمه کې بهرنيوقواو پروړاندې کرکه رامينځته شوې ده.
بلخوا ددنګرهاروالي وياند احمدضيا اعبدالزى نن سهاردتلفوپه کرښه وخت خبري آژانس ته دنوموړي پيښې په اړه ناخبري وښوده او زياته کړه تردې دمه ددغې پيښې په اړه مالومات نه لري او روسته به ددغې پيښې په اړه مالومات په ډاګه شي .
ديادونې وړده چې دننګرهارولايت بټي کوټ ولسوالى دچاردي په کلي کې دغه عمليات په داسې حال کې ترسره شول چې تيره ورځ دهرات په ولايت کې دبهرنيوځواکوولخوا دترسره شويو عملياتو په ترڅ کې ترسلو زيات ولسي وګړي مړه او ټپيان شوي وه .