وخت خبري آژانس
پکتيا – سيدکرم
د زمري ٣مه
دپکتيا ولايت سيد کرم ولسوالۍ د خوړې په سيمه کې دسرحدي پوليسو په يوه کاران پسې دريموټ کنترول ماين چاودنه شوې چې له امله يې شپږ تنو سرتيرو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
دسيد کرم ولسوال اغاګل په سيمه کې دوخت خبريال ته دپښې دپخلي ترڅنګ وويل: ((ددغې چاودنې له امله څلورتنه سرحدي پوليس وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان شوي دي.))
د ده په خبره پيښه دسيد کرم ولسوالۍ او د سرحدي پولې دلويې لارې په اوږدو کې هغه مهال رامينځته شوه ،چې دسرحدي پوليسو کاروان دسيد کرم ولسوالۍ څخه دډيورنډ کرښې په لوري په لار ؤ .
بلخوا بيا د دولت وسله والو مخالفينو د پيښې په اړه تردې دمه څه نه دي ويلي خو دهمدې ډلې يو تن وياند ذبيح الله مجاهد بيا ادعاکړې ،چې د دوى جنګياليو نن له غرمې وړاندې دهمدې ولايت ښواک ولسوالۍ کې دملي اردو پر پوځي کتار وسله وال بريد کړى او مرګ ژوبله يې اړولې ده.
دده په خبره پدغه بريد کې دملي اردو شپږتنه سرتيري وژل شوي او دوه رينجرموټر له مينځه تللي دي.
دا پداسې حال کې ده چې دپکتيا ولايت امنيتي چارواکي بيا دپيښې په اړوند ناخبري ښييي.
د يادونې وړ ده چې څو ورځې وړاندې هم دپکتيا ولايت اوسيدونکى او دپکتيکا والي وياند غمى خان محمديار په هستوګنځي کې دنامالومو وسله والو کسانو لخوا ديوه وسله وال بريد په ترڅ کې په قتل ورسيد ميرمن يې ټپي او ورور يې د طالبانو لخوا ژوندى يوړل شو.
خبريال_زرغونى
ايډيټ _صديقي