وخت خبري آژانس
د زابل ولايت
پنجشنبه د زمري ٣مه
د زابل ولايت مرکز کلات ښارته څيرمه يو وسله وال طالب تېره ورځ هغه مهال ونيول شو، چي غو ښتل ېي يو ماين د سړ ک پرغاړه خښ کړي.
د زابل ولايت د ارغنداب و لسوالۍ و لسوال رحمت الله رحمتي په سيمه کې د وخت خبريال ته وويل:(( دغه کس چې دين محمد نوميږي تيره ورځ د پو ليسو له خوا هغه مهال ونيول شو چې غوښتل يې دلاري په او ږدو کي ماين خښ کړي.))
رحمتي زياته کړه چې نوموړي د پلټنو لپاره ايتلافي ځواکونو ته سپارل شوى دى.
د زابل د امنيه قو مندانۍ دامنيت آمرډګروال جيلاني خان دخبر خبرد پخلي تر څنګ وويل:((نيول شوى وسله وال تر اوسه د ايتلافي ځواکونو سره بند دى او پوليسو ته لا ندى سپارل شوى.))
دا چې دغه کس دکوم ځاى اوسيدونکى، افغان دى که بهرنۍ امنيتي چارواکو يې په اړه څه نه دي ويلي.
ديو بل خبر له مخې يو پوليس تيره ور ځ مازيګر، کله چې دپوليسو په موټر کې سپور او دکلات ښار ته په لار ؤ د خپلې وسلې په ډزو ومړ.
دزابل دامنيت آمرجيلاني خان د پيښې د پخلي ترڅنګ ددغه سرتيري مړينه يوه تصادفي او اشتباهي پيښه بولي.
خبريا ل : زين الله زابلى