وخت خبري آژانس
زمري ٢ مه
دپکتيا ولايت دځاځي اريوب ولسوالى پرلويه لارنامالومو وسله والو کسانو دوه تنه ملي پوليس له يوه رينجرموترسره يوځاى برمته کړي دي.
دپکتيا ولايت دامينه قوماندانۍ امينت آمر غلام دستګير دپيښې دپخلي ترڅنګ وخت خبري آژانس سيمه ئيز خبريال ته ويلي ،چې د دوى اړيکي له دو تنو ملي پوليسو سره غوڅې شوي دي .
امنيت آمر زياته کړه ،چې دوه تنه ملي پوليس چې دځاځي اريوب ولسوالى څخه دپکتيا مرکز ګرديز په لورې روان وه ،له پکتيا څخه دځاځي اريوب ولسوالى ته دغزيدلې لويې لارې په اګدو کې ترى تم شوي دي .
بلې خوا په جنوب ختيځو ولايتونو کې دذبيح الله مجاهد په نامه يوتن ،چې ځان رسنيو ته دوسله والو طالبانو وياند پيژني وخت خبري آژانس سيمه ئيزخبريال ته ويلي ،چې دملي پوليسو دوه تنه سرتيري ،چې په يوه رينجر موټرکې سپاره وه ،د دوى دجنګياليو لخوا دپکتيا ولايت دځاځي اريوب ولسوالى له مربوطا تو څخه تښتول شوي دي .
دا په داسې حال کې ده ،چې څوورځې وړاندې وسله والو طالبانو لخوا دکنړ ولايت چپې درې ولسوالى بريد شوى وه ،چې دځايي چارواکو په خبره په دغه پښه کې دملي پوليسو شږتنه سرتيري وژل شوى او درې تنه نور دوسله والو طالبانو لخوا برمته شوي وه .
خبريال _الهام
ايډيټ _وخت خبري آژانس