سایت خبری وخت
Saturday July 19, 2008

دکنړسيند٢ تنه ووژل2008-07-19 19:18
 
وخت خبرري آژانس
ننگرهار ولايت
سرطان ٢٩مه
 

 ننګر هار ولايت دبهسود و په ولسوالى کې تيره شپه دو نفره دکنړسيند کې د لامبلو پرمهال په نومړي سيند کې غرق شول.

 

په ننګر هار کې د پيښو  ضد ادارې مسوول شکر الله وخت خبريال ته په سيمه کې ويلي چي دغه دوه تنه له کابل ښار څخه واده په مراسمو کي دګدون له پاره ننګر هار ته راغلي وو.

سرچينى زياته کړه چى دغو دوو تنو دزياتې ګرمى نه دخلاصون په موخه په کنړ سيند کي لامبل چي د نا بلدتيا له امله اوبو غرق کړل.

منبع وايى چى ددوي مړي د مياعلي بابا زيارت ته څيرمه دکشتيو په واسطه له سيند څخه را وويستل شول. 

د يا دو ني وړ ده چې دا لومړ ى ځل نه دى چې په ننګر هار کې دغه ډول پيښي را منځته کيږي ، څه موده وړاندي هم يوه ميرمن او ورسره يو ماشوم نور ګل له ولسوالي څخه هغه مهال اوبو ويوړل چي دسيند له غاړي يى جامي وينځلي .

هغه زياته کړه چي دغه دوه تنه دننګرهار ولايت دسره رود ولسوالي او سيد ونکي وو .

 
خبريال: ساپى
ايديت: وخت خبري آژانس
 
 



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/005370.php