سر خط اخبار     

In English
- Shura plots way for village security in Panjwa'i district 2010-07-29 11:54

- Joint Forces detain insurgents in Logar 2010-07-29 11:51
On Tuesday night, Afghan National Security Forces with International Security Assistance Force partners carried out an
- ISAF unmanned air vehicle lost2010-07-28 17:23
An International Security Assistance Force unmanned aerial vehicle crashed in Kunduz province today.
- Insurgents kill two civilians2010-07-28 16:42
Insurgents killed two Afghan civilians and wounded 15 more in improvised explosive device (IED) attacks all over
- Insurgent IEDs kill and injure numerous civilians in two attacks2010-07-28 16:33
Numerous Afghan civilians were killed and injured today in two separate improvised explosive device attacks in southern
- 2010-07-28 10:42Forty five innocent civilians killed and wounded by a road side bomb
Forty five innocent civilians have been killed and wounded by a road side bomb in Nalan district of Farah province this
- 2010-07-27 17:36 Farmers in Mazar province complain from melon fly disease
Farmers in Balkh province say the majority of their melon products have been destroyed by fly disease, and
- Wahid Omer: After complete destruction of Terrorist networks in Pakistan, Peace is feasible in Afghanistan and region.2010-07-27 14:25
Wiki leaks’ information helps peace and stability in Afghanistan. Wahid Omer president’s spokesperson said this in a press
- 2010-07-27 14:13Afghan-led force captures Taliban commander
An Afghan and coalition security force captured a Taliban sub-commander and several additional suspected insurgents in
- Buildings destruction in Nuristan Province2010-07-27 11:57
Afghan and coalition officials said a partnered force found several buildings in the village of Barg-e Matal, Nuristan
Monday June 30, 2008
هلمندکې دمخالفينوبريد پوليسو ته ځاني زيان اړولى 2008-06-30 11:32
وخت خبري آژانس
هلمند – نهر سراج
د چنګاښ ١٠ مه
 

دهلمند ولايت مرکز لښکرګاه ښار ته څېرمه دهلمند-کندهار دلويې لارې په اوږدو کې د نهرسراج ولسوالۍ وزيرانو مانده کلي کې د وسله والو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته کې مرګ ژوبله رامنځته شوې.

دهلمندامنيه قوماندان مل پاسوال محمدحسين انډيوال وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته دياد شوې نښتې په اړه وويل:"دنهرسراج ولسوالۍ دوزيرانو په مانده کلي کې  وسله والوطالبانو دپوليسوپرگزمې بريدوكړچې له امله يې نښته رامنځته شوه."

انډيوال وايي چې د نښتې په پايله كې يوازې يوتن پوليس سرتيرى وژل شوى او نور چاته پکې زيان نه دى اووښتى.

انډيوال دا ونه ويل چې طالبانو ته هم پدې نښته کې زيان اووښتى که نه .

بلخوا بيا ددولت وسله والو مخالفو طالبانو ادعاكړې چې د وزيرانو مانده کلي کې يې ديوې نښتې په ترڅ کې اته تنه پوليس سرتيري وژلي دي.

ددې ډلې وياندقاري يوسف احمدي وخت خبري آژانس ته دتيلفون په ليکه ويلي چې ددغې نښتې په پايله کې يوشمير وسلې او مهمات هم ددوى دجنګياليو لاس ته ورغلې دي.

طالب وياند هم دخپلو جنګياليو دمرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

دسيمې اوسيدونكي هم دجګړې پخلى کوي او وايي چې تر اوږدې مودې جگړه روانه وه. دمانده سيمې يو تن اوسيدونکى چې ځان وخت خبريال ته خداى نظر ورپيژني دتيلفون په ليکه دجګړې دپخلي ترڅنګ وويل:"نښته تېره ورځ سهاركابو اته بجې پيل او ترمازديگرپورې يې دوام درلود."

دى وايي چې تلفات خو به خامخا اووښتي وي خو زه يې په اړه مالومات نه لرم.

هلمند ولايت چې پدې وروستيو کې دوسله والومخالفينو دنښتو بريدونو مهمه مرکزګرځيدلى دى دولت اوبرتانوي پوځيانو دګډو چڼيزو عملياتو په پايله کې څه موده وړاندې ددغه ولايت ګرمسير او له هغه وړاندې موسى کلا ولسوالۍ ونيوله د رارسيدلو خبرونو له مخې ليدل کيږي چې لاهم په نوموړيو او ددغه ولايت په نورو سيمو کې دخال خال جګړو خبرونه ترلاسه کيږي .

دپوليسو او وسله والو مخالفينو ترمنځ نښته پداسې حال کې پوليسو ته ځاني تلفات اړوي چې تېره ورځ هم دهلمند ولايت په هوايي ډګر کې دماين چاودنې دهوايي ډګر يوشمير ساتونکو ته مرګ ژوبله واړوله .

خبريال : نعمت الله زهير
اديټر     : صديقي

اندازه متن : [ بزرگتر ] [ کوچکتر ]
تعداد بازديد : 94
نسخه مناسب چاپ
ارسال به یاهو مسنجر
ارسال به ديگران »

دیگر عناوین :
بهين؛ازسفيرافغان درپاکستان تا هنوزاطلاعى نداريم2008-11-06 15:57
به تعداد ٩٥٠٠تن شاگردان مکاتب هنرتجارت می آموزند2008-11-06 15:43
دربادغيس؛تيم فوتبال استقلال برنده مسابقات ليگ برترشد2008-11-06 14:52
دربامیان؛ازشليک٣ فيرراکت جلوگيرى به عمل آمد2008-11-06 14:36
په لغمان کې د٣ کيلومتره سړک رغاول پيل شول2008-11-06 13:46
دائتلاف؛چورلکو ٢ تنه زده کوونکي ووژل2008-11-06 13:18
ائتلافي ځواکونو دوه وسله وال مخالفين ووژل2008-11-06 12:34
نيروهاى ائيتلاف؛راجع به بمباردمان اخيرتحقيقات مى نمايند2008-11-06 11:41
دهلمند پرکروندګرو ٣٦٠ ټنه اصلاح شوي غنم وويشل شول 2008-11-06 11:28
غزني کې د دهکده په نوم سيمه ييزې راډيو په خپرونو پيل وکړ 2008-11-06 10:58