وخت خبري آژانس
وخوست _سپيره
دچنګاښ ٨ مه
دخوست ولايت سپيره ولسوالۍ کې دکرومايټ قيمتي ډبرو داستخراج ديوه خصوصي شرکت دامنيتي ساتونکو پر پوسته باندې تېرماښام وسله وال بريد شوى چې له امله يې ٨ تنه ساتونکي مړه او ټپيان شوي دي.
دخوست والي وياند خيبرپښتون وخت خبري آژانس ته دپيښې دپخلي ترڅنګ ويلي چې دغه بريد د قيمتي ډبرو داستخراج دخصوصي شرکت پر امنيتي ساتونکو ترسره شوى چې له امله يې ٦ تنه ساتونکي مړه او ٢ تنه نور ټپيان شوي دي.
پښتون دبريدکوونکو په اړه وويل چې دغه بريد يا دقيمتي ډبرو دقاچاق وړونکو لخوا ترسره شوى او ياهم ددولت دوسله والو مخالفينو لخوا.
پښتون وايي چې دپيښې په تړاو تر دې دمه څوک نه دي نيول شوي او نه هم چا دهغه پړه په غاړه اخيستې ده.
خيبرپښتون وايي چې دکرومايټ قيمتي ډبرو دزيرمو داستخراج چارې پدې وروستيو کې يو خصوصي امنيتي شرکت ته سپارل شوې دي.
دولت له هغه وروسته دډيرو طبيعي زيرمو داستخراج چارې خصوصي شرکتونو ته وسپارلې چې له هغه وړاندې به لدغو کانونو څخه دقاچاق وړونکو لخوا په ناقانونه توګه راويستل کيدې او بهر ته ليږدول کيدې.
دقيمتي ډبر پيژوندونکو په وينا کرومايټ هغه مواد دي چې ډير مقاومت لري او د وسلو په ميلونو کې ترې ګټه اخيستل کيږي.
له هغه وروسته چې دقيمتي ډبرو دناقانونه ليږد دمخنيوي چارې خصوصي امنيتي شرکتونو ته سپارل شوې دي، دقيمتي ډبرو بيه لوړه شوې او پردغو شرکتونو باندې بريدونه هم ډير شوي دي چې ډيرى کارپوهان دغه کار پر قاچاق وړونکو وراچوي.
سپيره او ټڼي دخوست ولايت په جنوب لويديځ کې دوه هغه ولسوالۍ دي چې دپکتيا او پکتيکا ولايتونو سره سرحدي پولې لري چې قاچاق وړونکي له هغه ځايه بيا دغه قيمتي ډبرې پاکستان او چين هيوادونو ته په ناقانونه توګه ليږدوي.
ديادوني وړده چې دهيواد په ګن شمير ولايتونوکې ددولت لخوا دقيمتي ډبرو د ساتنې په موخه امنيتي پوستي ځاي پرځاى کړې دي، ترڅو دناقانونه کيندنو او ليږدولو مخه ونيسي .
خبريال _الهام خوستى
ايډيټر _صديقي