وخت خبري آژانس
ننګرهار _خوګياڼي
چنګاښ ٣مه
وسله والو طالبانو تيره شپه د ١٢ بجو شاوخوا دننګرهار ولايت خوګياڼيو ولسوالۍ کې دميشتو ائتلافي قواو پر پوځي مرکزباندې راکټي بريدکړى چې بهرنيو او کورنيو سرتيروته پکې مرګ ژوبله اووښتې ده.
په جنوب ختيځ ولايتونو کې دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وخت خبري اژانس ته ويلي چې دغه بريد ددوى دجنګياليو لخوا ترسره شوى او ادعا کوي چې ١٢ تنه کورني اوبهرني سرتيري يې وژلي دي.
دده په وينا له بريد وروسته ددوى پرجنګياليو دايتلافي قواو لخوا هوايي بمباري شوې، خو کومه مرګ ژوبله يې نلرله.
دخوګياڼيو ولسوال حاجي زلمي بيا د طالبانو لخوا بريد مني ؛خو د مرګ ژوبلي په اړه دڅه ويلونه انکار کوي.
نوموړي دا هم وويل چې په دغه شپه دائتلافي ځواکونو له مرکزنه دخوګياڼيو ولسوالۍ دبهار کلى پر اوسيدونکو دسپکو وسلو بريد وشو چې له امله يې دميرويس په نوم ددغه کلي يو تن اوسيدونکى له خپل ٦ کلن زوى سره يوځاى وژل شوى دى.
ده دا هم وويل چې دايتلافي قواو پدغو ډزو کې دسيمې دخلکو يوشمير څاروي هم له مينځه تللي دي.
ديادونې وړ ده چې تيره ورځ هم دکندهارولايت په ورزشي لوبغالي کې ميشتو ائتلافي قواو، پرملکي لارويانو باندې ډزې وکړې چې له امله يې دوه تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
خبريال _طاهر ساپى
اډيټر _ صديقي