Saturday June 14, 2008
ځانمرګي بريدڅلوربهرني سرتيري ټپيان کړل 2008-06-14 12:13 وخت خبري آژانس
ننګرهار- مومنددره
دغبرګولي ٢٥ مه
دننګرهار ولايت دجلال آباد تورخم پر لويه لار دمومند درې ولسوالۍ شاوخوا سيمه کې تېره ورځ پرائتلافي ځواکونو باندې يو ځانمرګى بريد ترسره شو.
دننګرهار امنيه قومندانۍ دمطبوعاتي چارو مسؤل سمونوال عبدالغفور دوخت خبري آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل: ((دغه بريد پرون سهار په اتوبجو دائتلافي ځواکونوپرپوځي کتارباندې ترسره شو له امله يې څلورتنه سرتيري ټپيان شوي دي.))
دمومند درې ولسوالۍ امنيه قومندان سمونوال محمدخان هم دبريد پخلى کړى او وايي چې پيښه هغه مهال رامينځته شوه چې ځان وژونکي دچاوديدونکو موادو نه ډک موټر دائتلافي ځواکونو له کاروان سره وجنګاوه.
دده په خبره په چاودنه کې خپله بريد کوونکى وژل شوى او دائتلافي ځواکونو څلورتنه سرتيري ټپيان شوي دي.
تردې مهاله دبريد پړه چا په غاړه نه ده اخيستې او نه هم وسله والو طالبانو پدې اړه څه ويلي دي.
ديادونې وړده چې ځوورځې وړاندې هم دننګرهارولايت مرکز جلال آبادښار کې دبهرنيو ځواکونو پرکتارباندې ځانمرګى بريد شوى ؤ چې دهغوى يو شمير سرتيري يې ټپيان کړي ؤ .
خبريال : طاهر ساپى
اديټر : صديقي س
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 97
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : بهين؛ازسفيرافغان درپاکستان تا هنوزاطلاعى نداريم2008-11-06 15:57 به تعداد ٩٥٠٠تن شاگردان مکاتب هنرتجارت می آموزند2008-11-06 15:43 دربادغيس؛تيم فوتبال استقلال برنده مسابقات ليگ برترشد2008-11-06 14:52 دربامیان؛ازشليک٣ فيرراکت جلوگيرى به عمل آمد2008-11-06 14:36 په لغمان کې د٣ کيلومتره سړک رغاول پيل شول2008-11-06 13:46 دائتلاف؛چورلکو ٢ تنه زده کوونکي ووژل2008-11-06 13:18 ائتلافي ځواکونو دوه وسله وال مخالفين ووژل2008-11-06 12:34 نيروهاى ائيتلاف؛راجع به بمباردمان اخيرتحقيقات مى نمايند2008-11-06 11:41 دهلمند پرکروندګرو ٣٦٠ ټنه اصلاح شوي غنم وويشل شول 2008-11-06 11:28 غزني کې د دهکده په نوم سيمه ييزې راډيو په خپرونو پيل وکړ 2008-11-06 10:58