دکندهار ولايت پر٢٠٠معيوبينو باندې دعربي متحده اماراتو هيواد لخوا دمعيوبينو په ښارګوټي كې جوړشوي کورونه له بشپړيدو وروسته نن ديوې غونډې پر مهال وويشل شول.
دمعيوبينو دپروژې بهرنى مشر شيخ عبدالله دنوموړيو کورونو دويشلو دمراسمو پرمهال وخت خبريال ته وويل:((دغه ٢٠٠کورونه چې د دوه دوه ،درې درې او څلور،څلور خونې له نورې ضروري آسانتياوې لري په پاخه او اساسي ډول دعربي متحده اماراتو د پاچا شاهزاده زاهد بن مکتوم لخواجوړشوي دې.))
دده په خبره دغه کورونه د دوه مليونه امريکايي ډالرو په مالي لګښت ديوکال په موده کې بشپړاو دګټې اخيستو وړ وګرځيدل.
شيخ عبدالله زياته کړه چې د دوه سوو نورو کورونوکارهم روان دى چې دبشپړېدو سره سم به دمعيوبينواومعلولينو رياست لخوا پر معيوبينو وويشل شي.
دمعيوبينو دغه ښارګوټى چې دکندهار ولايت پنجوايي ولسوالۍ دناګهان په سيمه کې ودان شوى دى څلور سوه كورونه به ولري چې ددې دوه سوو وروسته به دوه سوه نور كورونه هم ودان شي.
دكندهار ولايت يوتن معيوب چې ځان يارمحمد راپيژني وخت خبريال ته وويل:((دولت به په خوامونږته ٣٥٠ افغانۍ معاش راکاوه چې يوازې دکور کرايه هم پرې نه کيدله خواوس دکوردکرايې څخه خلاص شو.))
نوموړي دعربي متحده اماراتو له اسلامي هيواد څخه مننه وكړه چې بې وسه معيوبينو ته يې پام وكړو او دهغوى دبې كورۍ ستونزه يې ورحل كړه.