سایت خبری وخت
Tuesday June 10, 2008

دارزګان مرکزکې نښته شوې 2008-06-10 12:42

وخت خبري آژانس

ارزګان – ترينکوټ

د غبرګولي ٢١مه

 

دارزګان ولايت مرکز ترينکوټ ښار په پنځه کيلومترۍ کې ددولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ وسله واله نښته شوې چې دواړو خواو ته پکې مرګ ژوبله اووښتې ده.

دارزګان امنيه قوماندان مل پاسوال جمعه ګل همت وخت خبريال سره په مرکه کې دنښتې پخلى کړى او وايي چې ددولت ٦ تنه مخالفين يې مړه او ټپيان کړي دي.

نوموړى وايي چې يوشمير وسله وال مخالفين په سيمه کې ځاى پرځاى شوي ؤ چې دپلټلو پرمهال نښته رامنځته شوېده.

قاري يوسف احمدي چې ځان دوسله والو طالبانووياند ښيي بيا ادعا لري چې ددوى جنګياليو دکمين په ترڅ کې ١٦ پوليس سرتيري وژلي دي.

بل خوا بيا دامنيه قوماندان يوازې ديو پوليس سرتيري مړينه مني خو وايي چې په نښته کې ٣ تنه مخالفين مړه او ٣ تنه نور ټپيان شوي دي.

وسله وال طالبان بيا خپلو جنګياليو ته د اووښتو تلفاتو نه انکار کوي.

همت وايي چې دهغو پلټنو په ترڅ کې چې له پرون راهيسې په همدې سيمه کې روانې دي، تردې دمه يې ٢١ تنه شکمن کسان نيولي دي.

طالب وياند بيا وايي چې نيول شوي کسان ټول دسيمې عام وګړي دي، نه طالبان.

ديادونې وړ ده چې ارزګان دهيواد په جنوب کې يومرکزي ولايت دى چې دامنيت دنشتون له کبله دولتي مامورين او چارواکي او پدې وروستيوکې آن عام وګړي هم دملي اردو او پوليسو لخوا دپوځي کتار په مرسته تګ راتګ کوي.

 

خبريال : نثارجمال

اديټر    : صديقي  




پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/004614.php