امنيتي پوليسوپه خوست ښار كې له موټر څخه يوه ندازه چاوديدونكي توكي ترلاسه كړي دي ،چاروكي وايي چې لدې موټر سره يې د تړاو په تور درې شكمن كسان هم نيولي دي.
د خوست ولايت امنيت امرسمونوال محمديعقوب وخت خبريال ته وويل چي پوليسو يې د يوې اطلاع له مخې په خوست ښار او ورڅېرمه سيموكې پلټنې پيل كړې وې او د شنبې ورځې په سهار يې د ښارپه مركزي برخه كې يوفلاينکوچ موټر چې شپيته كيلوګرامه بارود او نور توكي په ښه مهارت سره پكې ځاى پرځاى شوي وو، ونيول ، چارواكي وايي چې لدې سره يې د تړاو په تور درې شكمن كسا ن هم نيولي.
دوى وايي چې دغه توكې يې له ډيورنډ پولې آخوا دې غاړې ته راوړي وو اوغوښتل يې چې په كوم ځاى يې كې يې وكاروي.
همدا راې په جنوب ختيځو ولايتونو كې د ناټو مطبوعاتي دفتر وايي، چې د ځدراڼو په سرانه او زمېڅه نومي غرنيو سيمو كې يې د وسله والو مخالفينو پر پټنځايونو هوايي بريدونه كړي، خو د هغوى د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
په خوست كې د سرې مياشتې چارواكي بياوايي، چې كاركوونكو يې د سپېرې او نكې ولسواليو ترمنځ څلور وژل شوي جسدونه ترلاسه كړي، خونده معلومه، چې څرنګه وژل شوي دي.
بلخوا بيا د خوست او ګردېز ترمنځ غځېدلې لويې لارې په اوږدو كې، پر هغه امنيتي شركت بريد شوى، چې په دغه ولايت كې مېشتو بهرنيو ځواكونو ته د لېږديدونكو كانټينر بار موټرونو ساتنه كوي.
وسله وال طالبان وايي، چې په دې پېښه كې يې سرتېرو او موټرونو ته دروند زيان اړولى، خو چارواكي بريد مني او ځاني زيان نه مني.