Tuesday June 3, 2008
دکندهار ښارامنيه قوماندانۍ پريوتن چارواکي بمي چاودنه 2008-06-03 15:26 وخت خبري آژانس
کندهار ولايت
د غبرګولي ١٤ مه
د کندهار ښار په څلورمه ناحيه د حضرت باباجي په سيمه کې د امنيه قوماندانۍ د مخدره توکوپرضد د مبارزې د ادارې د يوتن چارواکي د سورلۍ پرموټر پسې بمي چاودنه وشوه.
دغه چاودنه هغه مهال رامينځ ته شوه چې دنوموړې ادارې يوتن چارواکى سمونوال لعل محمد دخپل سورلۍ په موټر کې له سيمې څخه د خپلې دندې پر لور روان ؤ .
لعل محمد وايي چې په چاودنه کې پوليسوته هيڅ ډول زيان ندى اووښتى .
له بلې خوا دعيني شاهدانو په وينا په دې چاودنه کې ٢ تنه ملکي کسان چې له نوموړې سيمې څخه د تيريدو په حال کې ؤ ټپيان شوي دي .
د سمونوال لعل محمد په وينا دغه ماين چې په يوه لاسي ګاړۍ کې ځاي پرځاي شوى ؤپه تور يې څوک نه دي نيول شوي .
که له يوې خوا دپيښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي بلخوا بيا تر دې مهاله د بريد پړه چا پرغاړه نده اخستې .
خبريال : نثار جمال
اډيټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 113
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : دکندهار ښارامنيه قوماندانۍ پريوتن چارواکي بمي چاودنه 2008-06-03 15:26 زرمت کې دوسله والومخالفينوپنځه کسه ووژل شول 2008-06-03 15:20 از آموزشگاه شهید احمد شاه مسعود درولایت فاریاب ١٢٢ تن شا گرد فارغ گردید 2008-06-03 15:07 طالبانودلوژستيکي توکوداکمالاتي کتار٣ لارۍ وسوزولې 2008-06-03 13:51 مدیرمسؤل یک نشریه درولایت فاریاب مورد لت وکوب قرارگرفت 2008-06-03 13:10 دلوژستيکي توکواکمالاتي کتارساتونکي تر وسله وال بريدلاندې راغلل 2008-06-03 12:37 کڼړکي ٣٠ کيلومتره سړک پخيږي2008-06-02 17:55:06 کڼړکې يو روغتيايي کلينيک جوړيږي2008-06-02 17:50:12 رئيس جمهور صلاحيت مداخله در امور ولسي جرگه راندارد 2008-06-02 17:49 خوستيان: دبيت الله محسود وروستۍ څرګندونې غندو 2008-06-02 17:23