دوه تنه چي غوښتل يي څلور تومانمچي دننگرهار ولايت څخه بهر انتقال کړي دپوليسو لخوا ونيول شول .
پيښه نن سهار د لسو بجو په شاو خواکي د جلال آباد ښار تورخم پر لويي لارې د ثمرخيلو په تلاشي تمځاي کي را مينځته شوه.
د ننګرهار ولايت امنيه قومانداني مطبوعاتو مسؤل سمونوال عبدالغفور وخت سيمه ييز خبريال سره ديوي ځانگړي مرکي پرمهال ددي خبري په څرگندولو سره زياته کړه :(( نوموړي تورن کسان د لغمان ولايت اوسيدونکي دي او په يوه موټر کي دغه تومانچي ځاي په ځاي کړي وي او غوښتل يي له دغه ښار څخه يي بهر وباسي.))
له بلې خوا عبدالغفور د دغو تورنو کسانو د نوم له اخيستلو ډډه وکر ه او ويلل چي پدي اړه پلتنې دوام لري او وروسته به يي په اړه نور مالومات درسنيو په واک کي ورکړل شي.