وخت خبري آژانس
ننګرهار – جلال آباد
دغبرګولي ٨ مه
دننګرهار پوهنتون محصلينو نن ديوه لاريون په ترڅ کې ددغه پوهنتون درئيس د ليرې کيدو ترڅنګ په کلنۍ آزموينه کې له ګډون کولو څخه ډډه وکړه.
ابراهيم د ننګرهار پوهنتون د حقوقوپوهنځي دڅلورم کال محصل وخت خبريال ته وويل:((موږ د پوهنتون د رئيس د دې کړنې په وړاندې چې پنځلس تنه محصلين يې له پوهنتون څخه ويستلي دي د لاريون په لاره اچولو خپل مخالفت وښود.))
نوموړي زياته کړه چې دغه محصلين ددې لپاره ويستل شوي ؤ چې دوى د رئيس په ګومان د نوموړي پوهنتون په ديوالونو مرګ په امريکا ليکلي دي.
د لاريون کونکو غوښتنې دا وې چې د ننګرهار پوهنتون رئيس دې بدل شي ، د ننګرهار پوهنتون دې د ننګرهار اسلامي پوهنتون په نامه ونومول شي او ١٥ تنه ويستل شوي محصلين دې بيرته پوهنتون کې په رسمي توګه شامل کړاي شي .
دغو محصلينو ګواښ وکړ که چېرې ددوي غوښتنې ونه منل شي نو دوي به دکال دويم سمستر آزموينه کې ګډون ونه کړي .
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهندوي دوکتور امان الله حميدزي وخت ته وويل : (( زه د لوړو زدکړو وزارت لخوا په دنده ګومارل شوى يم، محصلين د دې صلاحيت نلري چې زما د لرې کيدو پريکړه وکړي.))
حميدزي ومنله چې دننګرهار پوهنتون دمجاهدينو په دوران کې د اسلامي پوهنتون په نامه ياديده چې په همدې دوره کې يې نوم بدل او د ننګرهار پوهنتون په نوم ونومول شو .
دى وايي چې د پوهنتون د نوم بدلول زما له صلاحيت څخه لوړ کار دى .
د ننګرهار پوهنتون رئيس وايي ١٥ تنه محصلين چې ويستل شوي دي،کولاى شي بيرته راشي او په کلنۍ آزموينه کې ګډون وکړي.
نوموړي ځينې محصلين په ورانکاره کړنو تورن کړل خو دکوم مشخص کس نوم يې وانخيست.
ده وويل چې موږ لدغو محصلينو سره کومه شخصي ستونزه نه لرو ددوى دغه ډول کړنې نورو محصلينو ته هم ستونزې راولاړوي.
خبريال : طاهر ساپى