سایت خبری وخت
Wednesday May 28, 2008

ځانمرګى هدف ته له رسيدو وړاندې له مينځه لاړ 2008-05-28 12:26

وخت خبري آژانس

هلمند- لښکرګاه ښار

د غبرګولي ٨ مه

 

يوه تن ځانمرګى بريدکوونکى چې غوښتل يې دهلمند ولايت د ملي امنيت رياست په چارواکووباندې ځانمرګى بريد ترسره کړي نن د لس بجو په شاوخوا کې مخکې لدې چې خپل هدف ته ورسيږي چاوديدونکي توکي پرې چاوديدلي د ځان په ګډون يې ٩  تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دملي امنيت يو تن چارواکي وايي چې دغه کس پر يو موټرسکيل سپور ؤ غوښتل يې چې د ملي امنيت رياست پرچارواکو بريد وکړي د وارخطايئ له کبله يې په ځان پورې تړلي چاوديدونکي توکي وچول.

 د همدې منبعې په حواله پدغه بريد کې دملي امنيت چارواکو ته کوم زيان نه دى اووښتى .

خو دهمدې ادارې يوه بله سرچينه بيا وايي چې پدغه بريد کې د ځانمرګي په ګډون ٩ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده  چې په هغو کې دوه تنه پوليس سرتيري ټپيان شوي دي.

د لمړۍ سرچيني دويناله مخې په بريد کې دوه تنه ملکي کسان چې په يوه مازدا ډوله موټرکې سپاره ؤ وژل شوي، او دوه تنه نور ملکي کسان چې لارويان ؤ ټپيان شوي دي.

خو ددوهمې سرچينې په حواله پدغه بريد کې پو تن ملکي وګړى وژل شوى ، دملي امنيت دوه پوليس سرتيري ټپيان شوى او پنځه تنه نور ملکي کسان هم ټپيان شوي دي .

له بلې خوا تر دې دمه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي .

دا پداسې حال کې ده چې تېره شپه د لښکرګاه پر ښار دوه توغندي توغول شوي دي خو مرګ ژوبله يې نلرله او دولتي سرچينې يې تر دمه په اړه څه نه وايي .

 

خبريال : نعمت الله زهير

اديټر    : صديقي



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/004382.php