د ننګرهار ولايت بهسودو ولسوالۍ کې د بر يښنا رياست لخوا ددغه ولسوالۍ دکمپونو په سيمه کې دبريښنا دتوليد دوه پايې جنراتورونه نصب او نن گټې اخيستو ته وسپارل شول.
دننګرهار ولايت دبريښنا رئيس انجنير ريدي ګل پيمان وخت خبريال ته وويل:((دغه جنراتورونه به د څوارلس کيلو واټه بر يښنا توليد ظرفيت ولري.))
دپيمان په وينا پردغه پروژه ٢سوه زره امريکايي ډالره لګښت راغلى دى چې درغيدو چارې يې اته مياشتې وړاندې پيل او څه موده مخکې پاى ته ورسيدې.
نوموړى وايي چې ددغې پروژې په پلي کيدو سره به د سيمې دولس سوه ميشتوکورنيو ته دبريښنا آسانتياوې برابرې شي.
د ننګر هار ولايت يو تن اوسيدونکى مطيع الله د وخت آژانس ته وويل:((زما ماشومان د سختې ګرمۍ له کبله په ډول ډول ناروغيو اخته شويدي او ددرملنې وس يې هم نلرم.))
دده په وينا چې ددغو دوه و جنراتورنو فعاليدل نشي کولاى دټول ښار د او سيدونکو ستونزي ليرې کا.
د يادونې وړ ده دغه جنراتورونه پداسې وخت کې دننګرهار په ولايت کې فعاليږي دسانتي ګراد په کچه دتودوخې لوړه درجه ٤٤ اټکل شوې او ددغه ولايت اوسيدونکي دبريښنا له کمښت نه سرټکوي.
دا پداسې حال کې ده چې دهيواد ختيځ ولايتونو کې دبريښناکوټونو دجوړولو امکانات دنورو ولايتونو په پرتله زيات دى.