خوست ولايت دصبريو ولسوالۍ په خټکۍ سيمه کې وسله والوطالبانونن له غرمې وروسته دائيتلاف ځواکونو يوموټرپر بم الوزولى اوپکې سپاره ټول سرتيري يې وژلي دي .
دغه خبره د وسله والو طالبانو يو تن وياند ذبيح الله مجاهد خبري رسنيو ته کړې ده .
له بلې خوا په ختيځو ولايتونوکې دناټومطبوعاتي دفتر بيا د چاودنې پخلى کوي او وايي چې يوازې موټرته زيان او ښتى خوځاني زيان نلري .
همدا راز طالبانو ادعا کړې چې دهمدې ولسوالۍ زمبر سيمه کې يې دناټو اوافغان ځواکونو پر ګډپوځي اډه باندې لس توغندي توغولي چې ځينې يې پر هدف لګيدلي او مرګ ژوبله يې رامنځته کړې ده خو د تلفاتو په اړه يې مالومات په لاس کې نشته .
د سيمې يو تن ځايي چارواکى چې د نوم له اخستو ډډه کوي د توغنديو بريد مني او وايي چې دغه توغندي د هوايي ډګر شاوخوا لګيدلي دي خو تلفات يې ندي اړولي .
له بلې خوا بيا تر دې دمه ناټو ځواکونو د دغو توغندويي بريد په اړه څه نه دي ويلي .
خټکۍ هغه سيمه ده چې درې ورځې وړاند ې هم دناټو پوځيانو يوموټر پکې الوزول شوى ؤ او دوه تنه پکې وژل شوي او دري تنه نور ټپيان شوي ؤ .
په همدې توګه د ناټو پوځيانو وړمه شپه همدې سيمې ته څيرمه په يوکلې کې پلټنې وکړي چې له امله يې دوه دسيمې کسان ووژل شول او اته نوريې له ځان سره بيولي ؤ .