د هلمند والي گلاب منگل نن د يوې خبري ناستې پر مهال د دوه تنو بډې اخستونکو د نيونې خبر ورکړ او ويويل چې زه د اداري فساد ضد يم او دا فساد به له خپلې ادارې څخه ورکوم .
دغو نيول شويو دوه تنو مامورينو د هلمند په ولايت کې دماليې د راټولولو دنده په غاړه درلوده چې نن د پوليسو لخوا د رشوت اخيستو په تور ونيول شول.
دهلمندوالي محمدگلاب منگل پدې اړه د وخت خبريال ته وويل : ((درې تنه د ولايت لخوا د ماليې د راټولو په دنده ګمارل شوي ؤ چې يو يې د ولايت ، بل يې د مستوفيت او دريېم تن يې د ښاروالۍ استازى ؤ . ))
منگل وويل چې پوليسودمستوفيت اوولايت استازي نيولي اودښاروالى استازى په تيښته بريالى شوى دى.
د منګل په وينا دغه کسان يې د لښکرګاه ښارد هټيوالو د شکايت پر بنسټ نيولي چې ويل يې دغو کسانو د بډو په بدل کې له هټيوالو نه لږه ماليه اخيسته .
نوموړي زياته كړه چې زه له اداري فسادسره جوړنه يم اوډيره هڅه به مې داوي چې په بډولړلي كسان له دولتي اداروڅخه گوښه كړم.
داپه داسې حال كې ده چې دهلمندولايت زياتره اوسيدونكي ددولتي اداروله مامورينوڅخه پدې سرټكوي چې دوى تل ورڅخه درسمي كارونوپه ترسره كولو په بدل کې پيسې غواړي اوكه يې ورنه كړي نو رسمي كارونه يې په مياشتومياشتوهم نه اجراكيږي.
اديټر : صديقي