وخت خبري آژانس
کنړ – سرکاڼو
د غوايي ٢٣ مه
د کنړ ولايت سرکاڼو په ولسوالۍ کې ديو کانال د جوړيدو کار بشپړ او ګټې اخيستو ته وسپارل شو او د بل کانال د جوړيدو چارې تېره ورځ پيل شوې .
د کنړ ولايت د اوبو رسونې د چارو رئيس رشيدالله زلمي د وخت خبري آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل : ((د سرکاڼو په ولسوالۍ کې چې د کوم کانال چارې پايته رسيدلې دي ٧ کيلومتره اوږدوالى او ٢ دوه متره پلنوالى لري او دمتحده ايالاتو د پرمختيايې ادارې په دوه سوه نهه زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت سره رغاول شوى دى .))
د زلمي په وينا چې د کانال د رغاولو په چارو کې د ورځې ٢٢١ تنو مزدورانو کار کولو . د ده په خبره چې د سرکاڼو ولسوالۍ دکانال څخه به٦٥٠ هکتاره ځمکه خړوبه شي او ١٥٠٠ کورنۍ به ترې ګټه پورته کړي .
نوموړي همدا راز وويل چې د اسعد آباد ښار اړوند د شګۍ په سيمه کې ديو کانال د جوړيدو کار پيل شو .
زلمي وويل چې دغه کانال به اوه کلومتره اوږدوالى او دوه نيم متره پلنوالى ولري او د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې د سل زره امريکايي ډالرو په مالي لګښت سره ورغاول شي .
د اوبو رسونې رئيس وايي چې دغه کانال به ٨٠٠ هکتاره ځمکه خړوبه وي او ١٣٠ تنه کارګر به پکې د ورځې په کار بوخت وي او ٢٥٠ کورنيو ته به يې ګټه رسيږي .
د ده په وينا چې د رغاولو چارې به يې په درې مياشتو کې سرته ورسيږي .
خبريال : عتيق الله امين
اديټر : صديقي