Monday May 12, 2008
ننګرهار کې د يوې ميرمنې مړى وموندل شو 2008-05-12 15:31 وخت خبري آژانس
ننګرهار – بټي کوټ
د غوايي ٢٣ مه
د ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ کې يوه ښځه د خپل خاوند لخوا په قتل ورسيده .
د بټي کوټ ولسوال حاجي نعيم شينواري د نوموړې پيښې په اړه د وخت خبريال ته داسې توضيحات ورکړل : (( تېره شپه د بټي کوټ ولسوالۍ په سه پاى کلي کې د روبينې په نوم د يوې ميرمنې جسد د هغه د خاوند په کور کې وموندل شو . ))
نوموړى وايي چې دغې ميرمنې دوه کاله وړاندې د سه پاى په کلي کې له محمدامين سره واده وکړ .
نوموړى د سيمې د خلکو له خولې وايي چې د محمد امين کورنۍ د تيښتې پرمهال د سيمې خلکو ته ويلي دي چې دغه پيښه ځان وژنه ده .
د ده په وينا د دغه قتل او مړينې اصلي لامل لا نه دى څرګند ، خو د پوليسو لخوا پلټنې روانې دي .
حاجې نعيم زېاتوي چې پدې تړاو يې لاتراسه څوک ندي نيولي .
د يادونې وړ ده چې د تاوتريخوالي دغه راز پيښو تر شا د جبري ودونو ، بد ورکول او نور هغه کليوال رواجونه وي چې په مړينې ، ځان سوزونې ، طلاق سره پاى ته رسيږي .
خبريال : طاهر ساپى
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 81
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : سی پنج کیلو گرام تریاک در بدخشان ضبط شد 2008-05-12 15:49 گردهمايۍ معلمين در ولايت بادغیس 2008-05-12 15:44 مقداری مهمات در کابل کشف وضبط گردید 2008-05-12 15:37 ننګرهار کې د يوې ميرمنې مړى وموندل شو 2008-05-12 15:31 یک خانم 70 ساله در کابل به قتل رسید 2008-05-12 15:16 چهل هزار میل اسلحه گوناگون توسط دایاگ تا به حال جمع آوری شده است 2008-05-12 15:01 از وقوع یک انفجار درکابل جلو گیری گردید 2008-05-12 14:56 د هلمندناامنه سيمو خلک هم دملي پيوستون پروژو غوښتنه کوي 2008-05-12 10:22 استادان لوگر حمایت شانرا از اعتصاب معلمین ابرازنمودند2008-05-11 20:11 د(سولې کاروان) يوبل ولسي خوځښت په کارپيل و کړ2008-05-11 20:03