دخوست اوګرديز ولايتونوتر منځ د غزيدلې لويې لارې په اوږدو د دومنده ولسوالۍ کې تيره شپه ناوخته د افغان اوبهرنيوځواکونو پريوه ګډه ګزمه باندې وسله وال بريد شوى چې په ځوابي بريد کې مخالفينو ته مرګ ژوبله اړولې ده .
دغه خبره په جنوب ختيځوولايتونوکې د٢٠٣تندرقول اردو وياند مستک ځاځي د بريد د پخلى تر څنګ وخت خبريال ته کړې ده .
مستک زياتوي : (( د افغان او ائتلافي ځواکونو په ځوابي ډزو کې څلورتنه بريدکونکي وژلي او يوشمير وسلې هم زموږ د ځواکونولاسته ورغلې دي .))
دده په وينا دغه وژل شوي کسان وسله وال طالبان دي .
خوپه جنوبي ولايتونو کې د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا د نښتې پخلى نه کوي او وايي چې تر دې دمه د دوى کوم جنګيالى نه دى وژل شوى .