دهلمندولايت په گرمسيرولسوالى كې نن هم دنوروورځوپه شان جگړه روانه ده، عبدالرحيم په نامه دسيمي يو تن اوسيدونکي وخت خبريال ته په سيمه کي دتليفون له لاري په سمندري ځواكونوسخته نيوكه وكړه اوزياته يې كړه چې دوى يوازې ملكي وگړي په نښه كوي اوله وسلوالوطالبانوسره مخامخ جگړه نه شي كولاى .
دده په ويناچې زموږغوښتنه له بهرنيوځواكونوڅخه داده چې دوى بايديوازې له وسلوالوطالبانوسره جگړه وكړي اوملكي وګړي دې نه په نښه كوي.
نوموړي همدارازوويل چې دگرمسيرولسوالى ډيرى برخې دامهال دسمندري ځواكونوپه ولكه كې دي.
دسيمې اوسيدونكي ادعاكوي چې ددې جگړې په لړكې ملكي وگړي نه يوازې چې له سيمې څخه كډوال شوي بلكې وژل شوي هم دي.
له سيمې څخه يوبل تن قومي مشراخترمحمد هم دتيلفون په ليكه وخت خبريال ته وويل چې په نننى جگړه كې دكوكنارودنيښ وهونكويوعراده موټردسمندري ځواكونولخواترډزولاندې ونيول شوچې په پايله كې يې شپږتنه ووژل شول اوڅلورتنه يې ټپيان شوي دي.
هغه زياته كړه چې په سيمه كې دشپې لخواهوايي بمباري هم كيږي چې زياتره ملكي وگړي خپل ژوند پکي له لاسه وركوي .
بلخوا بياپه گرمسير كې دايتلافي ځواكونوويانده كپتين كيلي هم دسختې جگړې پخلى كوي خوپه جگړه كې دملكي وگړو وژنه نه مني.
منبع وخت خبري آژانس ته وويل (( موږهيڅ كله هم ملكي وگړي نه په نښه كوو))
هغې دملكي كسانودمړينې پړه پروسلوالوطالبانوواچوله اوويې ويل چې دملكي كسانوپه كورونوكې پټيږي اوديوه سپرپه توگه ترې گټه اخلي.
نوموړې همداراززياته كړه چې نيښ وهونكي موږنه دي په نښه كړي اونه موهم وژلي دي.
خوله بله پلوه وسلوال طالبان بياوايي چې تردې مهاله يې په دې جگړه كې دگرمسيرولسوالى هغه سيمې چې ددوى په ولكه كې وې له لاسه نه دي وركړې اوپه قوي مورال له سمندري ځواكونوسره په جګړه كې ښكيل دي.
داپه داسې حال كې ده چې په سيمه كې ځايي اوسيدونكي دخواراكي توكواودرملوله نشتوالي څخه سرټکوي .