سر خط اخبار     

In English
- 2009-08-29 15:04 Embassy Statement on Elections Process
WNA) Aug 29 : Embassy Statement on Elections Process
- Suicide Attack in Eastern Afghanistan wounded six civilians
(WNA) March 1, 2009 – Nangarhar: A suicide attack on Jalalabad-Torkhum highway next to the Army crops headquarter entrance in the capital city of Jalalabad went today and caused injuries to six civilians, an official said.
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Cheshti International Seminar, Holds in New Delhi
New Delhi- INDIA 21 February, 2009: (WNA) Two days International Seminar on Khwaja Moin-u-ddin Cheshti was inaugurated today in Jamia Millia Islamia of New Delhi
- Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory
Kabul -- 08 Oct,2008 (Wakht News Agency): Nabi inspires Afghanistan to fourth successive victory .Mohammad Nabi was once again the hero for Afghanistan when he helped his side take a step closer to the ICC Cricket World Cup 2011with an excellent all-round performance in Dar Es Salaam on Wednesday.
- Japanese kidnapped engineer was found dead in Eastern Nangarhar Province
NANGARHAR- 27 August 2008(Wakht News Agency): His body was found in a mountainous area, outside of Khewa District of Eastern Nangarhar Province, after being reportedly being kidnapped around 6:30 am local time on August 26.
- 24 Civilians Killed in Nato-Led Operation in Eastern Afghanistan
MAHTARLAM] At least 24 civilians, including women and children, were killed during a NATO-led International Security Assistance Force (ISAF) raid in the mountainous areas of Mahtarlam, capital of Eastern Laghman province, according to local residents
- HIV risks are high in Afghanistan
KABUL (Wakht News Agency): The prevalence of HIV is low in Afghanistan, but the potential risk factors for the spread of the disease remains high, the Public Health Ministry said in statement on Monday.
- A School head masters assassinated in Jowzjan province
JAWZJAN-(Wakht News Agency): Shir Nazar, the head-master of (Menlay) school was gun down in Faizabad district of Jawzjan province, when he was on the way to his home, by unidentified gunmen on motorbikes, said an official.
- MEW officials: 24 hours electricity will be restored to Kabul
KABUL- (Wakht News Agency): Islamic Republic of Iran donated two new solar energy supplier machines with a capacity of 50 Megawatt (MW), to Kabul Water and Energy department, said an official here on Monday.
Wednesday May 7, 2008
کنړ کې خلک د بې روزګارۍ څخه شکایت کوي 2008-05-07 17:34
وخت خبري آژانس
کنړ ولايت

د غوایی 18 مه

 

د اسعداباد په ښارګوټي کې د شهیدانو د چوک ښۍ لوري ته په سلګونو،د بیلچو،ګلمالو او د ورځنی مزدورۍ د بیلا بیلو وسایلوسره هر سهار يو شمير خلک پدی طمع ولا ړ وي ، چي اوس به څوک راځي او دوي به د مزدورۍ لپاره له ځان سره بيايي ، او خپلی کورنۍ ته به یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کوي .

۲۵ کلن ځوان احمد چې شليدلې جامي يې په تن ، دوړو ډکه خولۍ په سر وه د شهیدانو چوک ته د سهار په پنځو بجو راوتلی او تر لسو بجو پدې هیله ولاړ دی چې کوم بډائې او یا هم کوم د ساختماني شر کت مسوءل را شي ،او د ی له ځان سره مزدورۍ ته بوځي .

 احمد وائی چې پلار مې روسانو سره د جهاد پر مهال شهید شو چې زه لا کوچنى وم چې دا دى اوس د ټول کور سرپرستي را له غاړې ده .

دى وايي چې له ډیر کوچني والي د لا س مزدوري کوي اود خپلې کورنۍ ورځنی ستونزي تر يوه حده حل کوي خو ستونزې ئې دومره ډیري دي ، چي هغه پر یوازی ځان دحل کولو وس نلري .

احمد زیاته کړه که چیرته ورته مزدوري پیدا شي نو د سلو نه تر یو نیم سلو افغانیو پورې د ورځې ګټلی شي ، خو د خوراکي موادو نرخونه د هرې ورځې به تیریدو پسې لوړیږي چې يو عادي مزدور کار يې د اخيستو توان نه لري .

ګلاب سید چې د سیمنټو بوجی يې په شا کړی ده ، او د محمد غنی دکان ته يې له مو ټره انتقالوي وايې چې دوي څو تنه یو ځای کیږي د سیمنټو اود نورو موادو د موټرو لارې څاري ،چیرته چې په موادو بار موټر وویني نو ورپسې منډې کړي، څو له نورو مزدورانو څخه وړاندې شي او موټر خالي کړي .

هغه وویل اکثره وخت ددوې او نورو مزدورانو ترمنځ د موټرو په ډکولو او تشولو جنګونه هم کیږي دوی ځکه دغه ډول منډې ترړی او د نورو مزدورانو سره شخړې کوي چی د مزدورۍ درک نه لګیږي او کور کې تر ي روپۍ غوښتل کیږي، نو مجبور دي ،چی هر موټر او هر ځای ته منډه کړي او له نورو مخکی شي .

ګلاب سید وویل چی دوي له موټر څخه یوه بوجۍ پر دوه افغانیو کوزوي ، چي دورځې پنځوس بوجۍ کوزی کړي نو ۱۰۰ افغانۍ شوی د سهار شپږ بجی دي څو تنه زلموټی لر ګیو ګیډی یې پر شاه کړي دي ، او د اسعداباد ښارګوټی ته ددی لپاره راوړي ، چې دلته يې خر څ کړي او کورنۍ ته د خوراک لپاره څه واخلی .

ددغوهلکانو عمرونه د لسو او پنځلسو کلونو تر منځ دي هوا ډیره سړه ده خو د هلکانو له تندیو څخه خولې څڅیږي .

ستړی او ستومانه سمیع الله وايي چی دوې یوه ورځ وړاندې غره ته ځي او هلته د غوړاسکو او څیړیو بوټي وهي لمړى يې کورته او سبا يې د اسعداباد ښار ته را رسوي .

سمیع الله وايي چې دوى د یو ګیډی په برابرولو او انتقالولو دوه ورځې تیروي ، خو کله چې بازار ته راوړل کیږي نو د لرګیو د ټالونو خاوندان او هم هټۍ وال ئې تری په دیرش يا څلویښت او یا هم په پنځوسو افغانیو غواړي دوي هم اړ وي چې د هټیوالو په خوښه لرګي وپلوري ځکه چې بیرته يې کورته نه شی وړی او بلخوا ئې کور کې دومره اړتیا وي موجود وي چې په هر څو يې څوک تر ی اخلي دوي به يې ورکوي.


سمیع الله زیاتوی چې که چیرته ئې کور کې څوک مشران او د ګټی کولو څوک وای ، نو دی به ښونځي ته تللی ، او د نورو هلکانو په څیر به ئې درس ویلی وی او په راتلونکي کې به تر ې، انجنیر ،ډاکتر ،ښونکی او یا هم نور څه جوړ شوی وی   چې د هیواد ابادۍ او د افغانانو د سوکالۍ لپاره به ئې ښه رول لو بولی وی خو بد بختانه چې له وړوکوالي ورته تبر او پړی پدی نیت ورکړل شوی چې غره ته لاړ شي ،هلته ونی ووهی او لدی لیاری د خپلی کورنۍ د سا تنی په مو خه څه وګټي .

د سمیع الله په څیر نور په سلګونو کوچني هلکان څوک په غرونو ئې ونی بو ټي وهي څوک په بازاز کې لاس ګاډی چلوي او څوک هم په هو ټلونو کې شپه او ورځ سخت کارونه کوي چې دغه کار د افغانستان د اساسی قانون سره سمون  نه خوري   دکونړ ولایت د شهیدانو ، معیبیونو او ټولنزو چارو رئیس مولوی عطاالله نوری هم دا مني چې ډیر خلک بې روزګاره دی یو شمیر کسانو ته ئې کار پیدا کړی څو تنه معیوبین ئې په رسمې دفتر ونو کې په دندو ګمارلي او نور هم هڅه کوی چې بی روزګارو ته د کار وبار زمینه برابره کړي هغه وائې چې وړو هلکانو ته د درس وئیلو لپاره ئې یو روزنتون او دوه دارلیتامونه جوړ کړي دي ، که چیرته ددغو مزدوري کونکو ماشومانو کورنۍ دخپلو فا میلونو لپاره د یو وخت خوراک دګټلو توان ولري او ماشومان ته ددرس ويلو موقع برابره کړي دوي حاضر دي چي په روزنتون او یا هم دارالایتام کې يې داخل کړي.

 

خبريال : دنړيوال ژورناليزم مرکز دعامه اړيکي اورسني ترعنوان لاندي ورکشاپ ګډونوال روح الله انوري .

 
اديټ : دنړيوال ژورناليزم مرکز ترينر او اديټر صديقي
 

اندازه متن : [ بزرگتر ] [ کوچکتر ]
تعداد بازديد : 87
نسخه مناسب چاپ
ارسال به یاهو مسنجر
ارسال به ديگران »

دیگر عناوین :
ځايي خلک :په هلمند کي امريکايي ځواکونه عام خلک وژني 2008-05-07 17:39
کنړ کې خلک د بې روزګارۍ څخه شکایت کوي 2008-05-07 17:34
د کنړ خلک شکايت لري چې ددغه ولايت محکمه او څارنوالي سمى پريکړې نه کوي 2008-05-07 17:21
مقدار ملخ خریداری شده در بادغیس به 280 تن رسید 2008-05-07 17:17
د هيواد له ٢٥٠٠ معيوبينو سره به د بايسکلونو مرسته وشي 2008-05-07 17:14
در ولايت غور ٢٠٠٠ جريب زمين از وجود کشت کوکنار پاک سازى گرديد 2008-05-07 17:09
د کنړ خلک چې د اوبو بريښنا نه ناهيلې شول اوس يې د بادي بريښنا په رغاولو لاس پورې کړ 2008-05-07 17:00
انستیتیوت طبی فرانسه برای اطفال از 85 بستر به 400 ارتقا می یابد 2008-05-07 16:50
دکنړ په سلهاو کسان د پلونو د نشتون له کبله د اوبو خوراک شوي دي 2008-05-07 16:37
ننګرهار کې د سردخانو نشتون د ميوو او ترکاريو د وراسته کيدو لامل ګرځي 2008-05-07 16:31