وخت خبري آژانس
کنړ ولايت
د غوایی 18 مه
په داسي حال کې چې افغان دولت دا اوس د فساد پر ضد يوه نوى اداره جوړه وي خو د کنړ خلک په محکمو او څارنوالۍ نيوکى لري چې دوسيې دد ى لپاره ځنډيږي چې عارضين د پيسو ورکړى ته اړ شي .
د ناړۍ ولسوالۍ يو او سيدونکې سيد سلام وايي : (( زما په ځمکه يو چا دعوه وکړه چې خپله ځمکه مې ده او ما ته د سونو کلونو راپديخوا له پلرونو په ميراث پاتې ده دا دويم کال دى چې دعوه مې محکمې ته وړاندې کړې او پسې ګرځم لا تر اوسه پريکړه نه ده شوې . ))
نوموړى وايي زما مقابل طرف پيسى لري زما دوسيه ددى لپاره ځنډيږي چې رشوت را نه واخلي چې زه دا کار نه شم کولاى .
د کنړ د جزا دديوان مشر مولوى ميرزاده وايى : (( مونږ د هيچا دوسيى نه ايسارو قانون چې مونږ ته کوم حق را کړى د قانون له مخې ورسره کار کوو مونږ هڅه کو چې څوک په تکليف نه شي او خلکو ته د خدمت جوګه شو . ))
ميرزاده وايي بله خبره داده چې زمونږ په محکمه کې که هر چا له چا څخه پيسى اخيستى وي موږ ته دې را په ګوته کړي .
دا پداسې حال کې ده چې د څارنوالۍ څخه هم ورته شکايت کيږى امان الله د شيګل ولسوالۍ اوسيدنکى وايى : (( خداې دى د چا کار په څارنوالۍ کې نه بندوي زما د وريرونو د يو چا سره جنګ وه دومره لويه موضوع نه وه که د کلي دوه سپين ږيري ورته نا ست واى نو په يو ساعت کې به يې فيصله کړى واى ؛ خو څارنوالۍ ترى دومره لويه شخړه جوړه کړه چې زرګونه روپى پرې ولګيدى او نور به لا کوم سر ته رسيږي .
دکنړ د استيناف څارنوالۍ دجزا ديوان مشر او د څارنوالۍ مرستيال غلام حسن غروال وايى : (( هغه څه چې د قا نون له مخې پر مونږ پوري ارتباط لري د قانون له مخې يي مونږ سرته رسوو څارنوالان هميشه کوشش کوي چې د خلکو مشکل حل کړي ترڅو خلک تکليف نه شي . ))
نوموړى مني چې ښايي يو څه مشکلا ت په دغه اداره کې وي هغه هم داسې چې کنړ ډيرې ليرى پرتې ولسوالۍ لري خلک چې د ولسواليو څخه دلته راځي په تلو راتلو کې ځنډ را منځ ته کيږي مونږ هيڅکله داسي نه دي کړي چې د چاپه حق پښې کيږدو .
نوموړى وايي : (( مونږ ه په اخلاص خپلو هيوادوالو ته خدمت کوو.))
خبريال : د کنړ ولايت کې د عامه اړيکې او رسنۍ د ورکشاپ ګډون وال عبدالغني ( مصميم )
اديټ : دنړيوال ژورناليزم مرکز ترينر او اديټر صديقي