د کونړونو ولايت چې د هيواد په ختيځ کې يو هغه ليرى پروت ولايت دى چې د زرګونوميګا واټه بريښنا د جوړولو ظر فيت يې يوازې د کنړ (راسا ) سيند لري. دغه سيند چې زيان او ضرر يې د کنړ خلکو ته رسيږي او په سلګونه جريبه ځمکى يې اوبه له ځان سره وړي ، ګټي يې نورو ته رسيږي ، د مرحوم شهيد داود خان په وخت کې د کونړ په سيند باندې د اسمار ولسوالۍ ته څيرمه د سره تاق په سيمه کې د يو بريښنا کوټ دجوړيدنې لپاره لومړنۍ سروى شوي وه چې د سروى د پوره کېدو وروسته به پر دغه پروژه باندې عملي کار پيل شي ، خو د وخت ترخې څپيړې د پنځه کلن ساختمانى پلان شنډ او کار يې په ټپه ودريد .
دغه سيند چې په مستيو له سيمې تيريږي او د راز ، راز پروژو د جوړيدو امکانات پکې برابر دي ، خو هيچا ته فائده نه شي رسولا ئ يو اځى د سره تاق د بريښنا کوټ موضوع د هر وګړي په مغزو کې پاتى ده .
ددوه کلونو راهيسى د اسعداباد د بريښنا کوټ قراداد د کومى روسي کمپنۍ سره شوى دى چې کله هم د يوې او بلى پرزى د جوړيدا په بهانه باندى وخت تيروي چې ددغې پروژى سره يو ځاي پيدا شوي کو چنيان دا مهال مکتب ته روان دي .
خلک د دغې پروژې د پلې کيدو نه ناهيلې شول او هر چا ځانته د رڼا راوستلو لپاره د کوچنيو بريښنا کوټونو په جوړولو لاس پورې کړ ، چې اوس په لسګونو کوچنى بريښنا کوټونه چې ډنموګاني يې ورته لګولي دي جوړکړى دي .
دغه کوچني بريښنا کوټونه هم هغه چا جوړ کړي دي چې په لښتو کې لږي غوندې او به لري په هغو ځايونو کې چې للمه وى او هيڅ او به نه لري د بادي بريښنا په جوړولو يې پيل وکړ چې په اسعداباد ښار څاکې او د اسمار ولسوالۍ د شير کڅۍ په سيمو کې دغسي بريښنا ځايونه جوړ شوي دي .
انجينر جانداد خان دکونړ مرکز اوسيدونکى او د ( پامير انجينرنګ ورکشاپ ) مسئول هغه څوک دى چې د مرکز په شمول يې درى ځايونو کې بادى بريښنا وې جوړى کړي دي.
نوموړى وايى :(( زه د بادي بر يښناپه جوړولو کې د ډيې ساده سيستم څخه کار اخلم يوه اوږده پايه و دروم د ستنې په سر کې يوه ډينمو نصبوم او ډينمو د پا سه د نښتر د لرګى څخه څرخ جوړوم ، او د باد په طرف د څر خ مخ ګرزوم کله چې باد راشي څرخ په حر کت راولي چې ډينمو حرکت کوي بريښنا توليد وي او د پائې په بيخ کې يوه بيطري نصب شوى ده چې بريښنا زخيره کوي د بيطرۍ څنګ ته يو ساده ماشين هم نصبوم چې د بريښنا توليد او لګښت اندازه راښائي . ))
انجنير جانداد خان ددي پوښتنى په ځواب کې چې په څومره هوا باندى دغه څرخ حرکت کوي وويل (( په ٢،٥ هوا باندې کار کوي او کله چې هوا له ٢٥ پنځه ويشت څخه زياته شي څرخ پخپله ودريږي او په نورماله هوا باندې د ٥٠٠ واټه څخه تر ٨٠٠ واټه پوري بريښنا توليدوى)) انجنير جانداد ددغې بريښنا دا هميت په اړه وائې ((ددغې بريښنا په جوړولو باندې مجموعى ١٥٠٠٠٠ يو لک او پنځوست زره افغانۍ لګښت کيږي ليکن خو را اغيزمن ځکه دى چې په راتلونکې کې بيا ورځينى لګښت نه لري دود(لوګى) او اواز هم نه لري چې ددغي بر يښنا په مو جوديت کې چاپير يا ل هم پاک ساتل کيږي انجنير جانداد ددغي بريښنا د کيفيت په اړه وائى مونږ چې هر چاته دغه بريښنا جوړوو د يو کال پوري بى تضمين زمونږ دى او که ددغه يو کال په مو ده کې خراب هم شي د ورکشاپ غړي يې په اسانۍ سره جوړولى شي ))
انجنير جانداد راته د خپل راتلونکى پلان په اړه داسي وويل ((مونږ په نژدي راتلونکې کې په پلان کې لرو چې ددغسى بريښنا څخه واټر پمپونه هم نصب کړو تر څو ددغي ليارې للمي ځمکي خړوب کړو))
انجنير جانداد وائى (( مونږ دغه درى ځايه بريښنا وې په وړيا تو ګه نصب کړي دي تر څو خلک دغه سيستم وپيژني او ګټه ترې واخلي او د نورو خلکو څخه هم دغه غوښتنه لرم چې د تکليف په تيرولو سره د ځان لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
د اسمار ولسوالۍ اړوند د شير کڅۍ د کلي يو تن او سيدونکى ٢٠ کلن رضوان هغه څوک دى چې د ځان لپاره يې دغه بريښنا جوړه کړي ده نوموړى ډير خوشحاله دى او وائى (( دغه بر يښنا راته انجنيرانو په يوه ورځ کې جوړه کړه اوس مې هم کور رڼاوى او هم پرې تلويزيون ګورم اوس غواړم کمپيوټر واخلم او له دغى بريښنا څخه به ګټه اخلم))
خو يو تن ٢٥ کلن زبيح الله چې د رضوان ګاونډي دى وئى که دومره لګښت وس پيداکړم زه به هم دغسى بريښنا جوړوم .
خبريال : د عامه اړيکې او رسنۍ ورکشاپ ګډون وال زاهد الله زاهد
اديټ : دنړيوال ژورناليزم مرکز ترينر او اديټر صديقي