وخت خبري آژانس
کنړ ولايت
د غوایی 16 مه
د کنړ ولايت ورزشکاران د ورزشي لوبو لپاره مساعد ځاى او چمنونه نلرى ، او مينه وال يې د ورزشي امکاناتو نشتون له کبله له يو لړ ستونزو سره مخ دي .
که څه هم په ټول اسعد آباد کې يو لوبغالى دى هغه هم دلوبو لپاره هغسې چې ښايي مساعد ندى .
په کونړ کې مو ديو څو ځوانو ورزشکارانو نظر وپوښته چې دوى د ورزش په برخه کې له کومو ستونزو سره مخ دي آيا پدې برخه کې څه ستونزې شته که نه ؟ .
٢٤ کلن ابراهيم د کنړ ولايت مرکز اسعدآباد اوسيدونکى او د واليبال ورزش لوبغاړى وايي چې مونږ په ټول اسعدآباد کې د ورزش لپاره يو لوبغالى لرو چې په هغه کې هم د ورزش ټولې لوبې ترسره کيږي ، نور داسې مساعد چمنونه او پارکونه هم نلرو او دغه يو لوبغالى دټول اسعد آباد ورزشکارانو لپاره بسنه نکوى.
د نوموړي په وينا په همدغه يو لوبغالي کې د واليبال ، فوټبال ، کرکټ او دځينو نورو سپورټي تمريناتو ترسره کول ناشونى کار بريښي .
نوموړى زياتوى چې دطالبانو له راپرزيدو راپديخوا په سلو کې پنځوس ځوانان د دغه ولايت ځوانان ورزشي کلپونو ته روان دي او که نور هم زمينه ورته مساعده شى شايد له دې څخه هم ور زيات شى .
سيداجان يو بل تن ځوان چې پخپله ترينر دى وايي که څه هم مسلکى ورزشکاران نه تر سترگو کيږى خو بيا هم وايو چې خپله بيړۍ پخپله پر مخ بيايو ، خو له دولت څخه مو غوښتنه ده چې دځوانو ورزشکارانو لپاره دسپورټ په برخه کې د خپل وس تر اندازې آسانتياوې برابرې کړي تر څو ځوانان له بدو لارو بچ او د سپورټ خواته مخه کړي عبدالرحمن حبيبى چې دتکواندو د ټيم مشرى په غاړه لري د دغه ولايت د المپيک د ادارې نه سرټکوي او وايي : (( د المپيک اداره تر دې دمه کوم د پام وړ کار نه دى کړى په ټولو ولايتونو کې ورزشي لوبغالي او منظم ورزشي ټيمونه فعال دي خو موږ د تمريناتو د اجرا لپاره يو ښه ځاى نه لرو . ))
٢٢ کلن تړون چې ځان دکرکټ لوبډلې ځوان او تاند لوبغاړى را پيژنى له ورته ستونزو نه يې شکايت درلود نوموړى وايي : (( لوبغالى مو کوچنى دى ، دنورو لوبغالو په څير شين چمن ، د ورزشي لوبو سامانونه ، د تمريناتو سم ځاى نلرو .
نوموړي نورو ورزشکارانو ته ورته ستونزې په ګوته کړې ، له دولت او اړوندو ادارو څخه يې وغوښتل تر څو د ورزشکارانو ستونزې دې حل کړي ، نوموړي خبردارئ ورکړ که چيرې د کنړ ورزشي اداره د دوې د ستونزو د حل په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه کړي نو لوړو مقاماتو ته به شکايت وکړي .
ده وويل که چيرې د ځوان ورزشکارانو ستونزې ليرې شي نو ځوانان به له نشه يي توکو وژغورل شي او خپلو ورزشى چاروته به په پوره ډول دوام ورکړى ، او گران وطن ته د خدمت جوگه شى او هم دنړۍ د ورزشکارانو په قطار کې به ځاى ونيسى .
د ورزشکارانو د گيلو او شکايتونو له اوريدو وروسته مو وغوښتل چې دکنړ دالمپيک د ادارې مشر ډاکتر راز محمد غبرگون مالوم کړو نوموړي راته وويل : (( د ورزشکارانو گيلې او شکايتونه تر يو ځايه پرځاى دي . ))
ده دا هم وويل چې دا خو منل شوې حقيقت دى چې سپورت د سولې يو رښتينى کاروان دى ، متاسفانه کنړ ډير وروسته پاتې غرنى او سرحدى ولايت دى ، چې په پراخه اندازه آوارې ځمکې نلرى .
ورزشي آمر وايي : (( داسعد آباد دغه لوبغالې چې په شل جريبه ځمکه کې يي د جوړونې چارې پر مخ روانې دى غټه لاسته راوړونه بولو ، اوپه نژدې راتلونکې کې به يي دجوړونې کار بشپړ او دورزشکارانو په واک کې ورکړل شى .))
دلوبغالي لمړنۍ بر خه به د واليبال ، مرکزى برخه يي فوتبال او نورې برخې د کرکټ او باسکټبال ورزشکارانو په واک کې دى چې روزمره خپل تمرينات ترسره کوي .
نوموړي دا هم وويل چې په را روانو وختو کې په نظر کې لرو چې دملي لوبډلو د ټاکنې په موخه سيالۍ په لاره واچوو .
خبريال : په کنړ کې د (( عامه اړيکې او رسنۍ )) په ورکشاپ کې ګډون وال حشمت الله ( ژمن ) .
اديټ : د نړيوال ژورناليزم مرکز ترينر او نیوز ادیتور صديقي