د ننګرهارولايت مخدره موادوسره د مبارزې مشورتي ټيم لخوا د دغه ولايت د ٢٢ ولسواليو له جوماتونوسره د ١١٥ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د ضروري توکو مرسته وشوه .
د مخدره توکوسره د مبارزې مشورتي ټيم وياند بريالي وياړ وخت خبري آژانس سيمه ييزخبريال ته وايي : ((موږ د ننګرهار ولايت د ٢٢ ولسواليو له جوماتونوسره د ٧٠ لاسپيکرونو ، ٧٠ جنراتورونو او هر جومات ته د٧٤٠ متره فرش مرسته وکړه .))
مولوي عمادالدين د سيمې د يو جومات امام وخت خبريال ته وويل : (( دغه کار د افغانانو دين ته په درنه سترګه کتل دي .))
هغه همداراز زياته کړه چې له جوماتونوسره مرسته خلک له دولت سره مرستې ته هڅوي او دا يونيک او اخلاقي کار دى چې له نورو جوماتونوسره هم ښايي
چې دې ته ورته مرستې ترسره شي .