سایت خبری وخت
Monday May 5, 2008

کنړ کې د ١٢٠ زره ډالرو په لګښت سره يو لوى روغتون جوړيږي 2008-05-05 18:00

وخت خبري آژانس

کنړ و لايت

١٦ غوايي
 

دکنړ ولايت څوکۍ ولسوالۍ کې نن د يو روغتون دجوړيدو د بنسټ ډبره د کنړ د والي سيد فضل الله وحیدي لخوا کېښودل شوه .

ددغه روغتون مالي لګښت چې 120 زره امريکايي ډالره کېږي د ولایتی بیا رغاونی ډلې لخوا ورکول کېږی .

د نوموړي په وينا چي د دغه روغتون د رغیدو چارې به د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي .

د کنړ ولايت د عامی روغتیا رييس اسدالله فضلي وخت خبريال ته د نوموړي روغتون په اړه وويل :(( د دغه روغتون په جوړیدو سره به د سیمی د خلکو ډيرې ستونزې حل . ))

فضلی همدا راز وويل چې پدغه روغتون کي به د بيلا بيلو ناروغيو در ملنه وشي .

قومي مشرانو هم د دغه روغتو ن له جوريدونه خوشحالي څرګند کړه او پدې برخه کې د لا زياتو مرستو غوښتنه يې وکړه .

سينا ګل د څوکۍ ولسوالۍ اوسيدونکى وايي چې زموږ په سيمه کې يوسم کلينيک او روغتون نه ؤ موږ به خپل ناروغان د کنړ مرکز او د جلال آباد ښار ته درملنې لپاره بيول .

د ده په وينا چې د دغه روغتون په جوړيدو به د سيمې دخلکو ستونزې تر ډيره ليرې شي .

د یو بل خبر له مخې د ولايتي بیا رغاونی ډلې د کنړ ولايت په څوکۍ ولسوالی کی د د دوه سوه زره امریکایی ډالرو په لګښت يو نوى ښوونځى جوړيږي .

د کنړ والي وايي چې دغه ښوونځى به 8 درسی خونی 4 اداری خونی ولری د 6 میاشتو په موده کی به یی د رغاونی چاری بشپړې شي .

 
خبريال : عتيق الله امين
اديټر    : صديقي
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 



پرینت گرفته شده از :
http://www.wakht.com/latest_news/003974.php