Monday May 5, 2008
کنړ کې د ١٢٠ زره ډالرو په لګښت سره يو لوى روغتون جوړيږي 2008-05-05 18:00 وخت خبري آژانس
کنړ و لايت
١٦ غوايي
دکنړ ولايت څوکۍ ولسوالۍ کې نن د يو روغتون دجوړيدو د بنسټ ډبره د کنړ د والي سيد فضل الله وحیدي لخوا کېښودل شوه .
ددغه روغتون مالي لګښت چې 120 زره امريکايي ډالره کېږي د ولایتی بیا رغاونی ډلې لخوا ورکول کېږی .
د نوموړي په وينا چي د دغه روغتون د رغیدو چارې به د شپږو مياشتو په موده کې بشپړې شي .
د کنړ ولايت د عامی روغتیا رييس اسدالله فضلي وخت خبريال ته د نوموړي روغتون په اړه وويل :(( د دغه روغتون په جوړیدو سره به د سیمی د خلکو ډيرې ستونزې حل . ))
فضلی همدا راز وويل چې پدغه روغتون کي به د بيلا بيلو ناروغيو در ملنه وشي .
قومي مشرانو هم د دغه روغتو ن له جوريدونه خوشحالي څرګند کړه او پدې برخه کې د لا زياتو مرستو غوښتنه يې وکړه .
سينا ګل د څوکۍ ولسوالۍ اوسيدونکى وايي چې زموږ په سيمه کې يوسم کلينيک او روغتون نه ؤ موږ به خپل ناروغان د کنړ مرکز او د جلال آباد ښار ته درملنې لپاره بيول .
د ده په وينا چې د دغه روغتون په جوړيدو به د سيمې دخلکو ستونزې تر ډيره ليرې شي .
د یو بل خبر له مخې د ولايتي بیا رغاونی ډلې د کنړ ولايت په څوکۍ ولسوالی کی د د دوه سوه زره امریکایی ډالرو په لګښت يو نوى ښوونځى جوړيږي .
د کنړ والي وايي چې دغه ښوونځى به 8 درسی خونی 4 اداری خونی ولری د 6 میاشتو په موده کی به یی د رغاونی چاری بشپړې شي .
خبريال : عتيق الله امين
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 96
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : معلمین 28 باب مکتب دربامیان دست به اعتصاب درسی زدند 2008-05-05 18:21 کنړ کې د ١٢٠ زره ډالرو په لګښت سره يو لوى روغتون جوړيږي 2008-05-05 18:00 دختر16 ساله ی در کاپیسا خود را آتش زد 2008-05-05 17:41 معلمین ولسوالی آقچه با اعتصاب کنند گان دیگر پیوستند 2008-05-05 17:33 دهاقین شیوه بلند بردن سطح حاصلات زراعتی را آموختند 2008-05-05 17:26 فوتبالیستان زیرسن چهارده سال کشور غرض اشتراک درفستيوال اسياي عازم ایران شدند 2008-05-05 17:22 د پکتيکا پر پوځي اډو بريد شوى او يو ښوونځى په بمي چاودنه کې الوتى دى 2008-05-05 16:56 د ننگرهار په ليرې پرتو سيمو کې د حيواني کلينيکونو د نشتون له کبله څاروي له مينځه ځي 2008-05-05 16:50 معاون شرکت ساختمانی سهراب علی مجروح گردید 2008-05-05 16:29 وسلوال طالبانو په هلمندكې ايتلافي ځواكونو١٢ تنو دوژلو او ټپي کولوادعاوكړه 2008-05-05 15