Monday May 5, 2008
د پکتيکا پر پوځي اډو بريد شوى او يو ښوونځى په بمي چاودنه کې الوتى دى 2008-05-05 16:56 وخت خبري آژانس
پکتيکا – برمل
د غوايي ١٦ مه
د پكتيكا ولايت په برمل سرحدي ولسوالۍ كې يو ښوونځى په بمونو الوزول شوى او د همدې ولسوالۍ په دوو سرحدي سيمو كې د افغان او بهرنيو ځواكونو پوځي مركزونه په توغنديو وېشتل شوي دي.
په جنوب ختيځ ولايتونو كې د دوه سوه درې تندر قول اردو وياند مستك ځاځي ومنله، چې د انګور اډې او برمل سيمو پوځي اډې چې کورني او بهرني ځواکونه پکې ميشت دي تېره شپه د ډېورېنډ کرښي هاخوا څخه څو توغندي توغول شوي، خو د ده په خبره يې چاته مرګ ژوبله نه ده اړولې.
ده دا هم وويل، چې د نوموړې ولسوالۍ په يوه ښوونځي كې درې بمي چاودنې وشوې او د ښوونځي زياته برخه يې وېجاړه كړه .
دغه ښوونځى څو مياشتې وړاندې د ولايتي بيارغونې ډلې له خوا د سل زره امريكايي ډالرو په مالي لګښت سره جوړ شوى ؤ .
د يادونې وړ ده چې كه څه هم حكومتي چارواكي د دا ډول پېښو پړه په مخالفو وسله والو طالبانو اچوي، خو هغوى تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
خبريال : الهام خوستى
اديټر : صديقي
اندازه متن : [
بزرگتر ] [
کوچکتر ]
تعداد بازديد : 92
نسخه مناسب چاپارسال به یاهو مسنجرارسال به ديگران »
دیگر عناوین : ننګرهارکې معيوبينو ته د مسلکي روزنې يو مرکز ورغاول شو 2008-05-06 16:56 د ننګرهار ولايت د ٢٢ ولسواليو له جوماتونوسره مرسته وشوه 2008-05-06 16:52 چهار باب فابریکه هیروئین سازی درننگر هار تخریب شد 2008-05-06 16:36 سیمینار معلوماتی شرکت بیمه افغانستان برگزار گردید 2008-05-06 16:29 ننګرهار ته دغير صحي غوښو ، ترکاريو او ميوو راواردول خلک په ډول ډول ناروغيو اخته کړي دي 2008-05-06 16:20 وزارت تحصیلات عالی افغانستان،عضویت پوهنتون جنوب آسیا را کسب نمود 2008-05-06 16:17 ګرمسير خلکو دائتلافي ځواکونو په وړاندې ملکي وګړو ته د اووښتو تلفاتو پرضد لاريون وکړ 2008-05-06 15:21 یک تن کشته و یک تن دیگر مجروح گردید 2008-05-06 15:12 تعداد کشته شده گان و مجروحین به 32 تن رسید 2008-05-06 14:39 برای نخستین بار "قاعده افغانی" چاپ ودر دسترس خوانندگان قرارگرفت 2008-05-06 12:17